1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د يو ملي سوداگر مړی موندل سوی

۱۳۹۰ مهر ۱۸, دوشنبه

د کابل پوليس وايي، چي د يوه مشهور او سابقه لرونکي ملي سوداګر حاجي گلاب الدين شيرزايي مړی يې په دغه ښار کي موندلی دی. پوليس وايي چي شک کوي چي دغه سوداګر به چا تښتولي وي او بيا به يي وژلي وي.

https://p.dw.com/p/12on6
افغان ملي پوليس
افغان ملي پوليسانځور: dapd

په تيرو څو مياشتو کي د دغسي لويي پيښي ساري نه وو ليدل سوي. خو يوازي پينځه مياشتي دمخه د کابل ښار د وزير اکبر خان په سيمه کي بيا په رڼا ورځ د صرافانو پر يوه موټر ډزي سوي وې.

نن د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي زون ويلي دي، چي د ګلاب الدين شيرزايي مړى تيره شپه د اتو بجو په شاوخوا کي د يو کرولا ډوله موټر په واسطه د ايمرجنسي روغتون ته ليږدول سوى دى.

سرچيني زياته کړې ده، له دغه موټر څخه چي د شيرزايي مړى پکښي ليږدول سوى، يوه تومانچه هم لاسته راغلې ده.

تر اوسه په دقيقه توګه نه ده معلومه چي دغه سوداګر چا وژلی او که يي په خپله په ځان وژنه لاس پوري کړی دی.

پوليس وايي، چي له مړي سره يې د موټريو چلونکی هم نيولی دی. سرچيني، ګلاب الدين شيرزايي د هيواد يو ملي سوداګر بللى او ويلي يې دي، چي په دې اړه تحقيقات دوام لري.

د ګلاب الدين شيرزايي د کورنۍ يوه غړی، چي د موضوع د حسياسيت او د پوليسو له اجازې پرته يې له دويچه ويله سره د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط خبري کولي، نن وويل، چي دوی تر اوسه نه پوهيږي چي شيرزايي چا وژلی دی.

د دغه کس په وينا شيرزايي په همغه شپه چي يې مړی وموندل سو څو ساعته مخکي له کور څخه تري تم سوی و.

د کابل امنيه قوماندان ايوب سالنګي وايي، دوی نه پوهيږي، چي د نوموړي د وژني تر شا  دچا لاس دی او امکان لري په دغه  پيښه کي څو ډول لاملونه دخيل وي.

سالنګي وايي ځان وژنه هم نسي ردولای، ځکه دوی ته داسي راپورونه نه وو را رسيدلي چي ګواکي دی دي مخکي تر مخکي چا تښتولی وي.

ډيری سوداګر په افغانستان کي د کاري خوندي توب له ويري نسي کولای پانګونه وکړي.

هغوی، وايي که وضيعت همداسي روان وي امکان لري، چي په ملک کي د پانګوني کچه نوره هم ټيټه سي.

سوداګرو په وار وار له حکومت څخه د خپلو شتمنيو د خوندي کولو غوښتنه کړې خو حکومت په دغه برخه کي پاته راغلی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل