په کابل کي د پرونۍ پيښو په اړه د عامو خلګو انديښنې
۱۳۸۷ بهمن ۲۴, پنجشنبهسره لدې چي د کابل په ښار کي بيروبار ډير دی او خلک په عادي ډول په خپلو کارونو بوخت دي خو د تروريستي او ځان وژونکو بريدونو له ډاره په اندېښنه کي دي.
په کابل کي د دويچه ويلي خبريال د ښار په بيلا بيلو سیمو کي د ښاريانو نظرونه پوښتلي او وايي چي ګڼ شمېر ښاريان په دې نظر دي چي د عامو وګړو په منځ کي ځان وژونکي بريدونه يو ناجايز عمل دى.
ښاريان وايي: ځان وژونکي بريدونه چي تر سره کيږي د عامو خلګو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي، د همدغو بريدونو له بيري خلک په ښار او بازارونو کي په ډاډه زړه نسي ګرځيدلاى په دې خاطر په کابل کي هيڅ امنيت نسته. يو تن ښاري وايي،کله چي مي په ټلويزيون کي د پروني چاودونو تصويرونه ليدل ډير له کړاوه ډکي شېبې وې،کوچنيان، ښځي او نارينه په وينو کي لژند وه. يو بل تن ښاري بيا دا د پرديو کار بول نه د افغانانو بلکي د هغوی د دښمنانو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي: د دوى عملياتي ډلي پر دولتي ودانيو د بريد کولو په هدف د کابل ښار ته ننوتلي په غبرګون کي يې د ملي امنيت رييس امرالله صالح پرون ماښام خبريالانو ته وويل چي دوى د کابل په ښار کي 21 تنه شکمن تروريستان پيژندلي او د ده په وينا د ملي امنيت تر تعقيب او څار لاندي دي.
داسي ويل کيږي چي ددې بريدونو د تر سره کولو څخه د ملي امنيت ادارې خبري وې او د مخه يې لا تياري نيولې وه خو و نه توانيدل چي بريدونه شنډ کړي.
د کابل يوشمېر ښاريان په دې ټينګار کوي چي اردو او پوليس د اړينو وړتياوو د نه درلودلو له امله نسي کولاى د داسي بريدونو مخ ونيسي. د دوى په وينا دولت کمز ورى دى په ښار کي د پوليسو لخوا سمه تلاشي نسته.