1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر آلماني عسکرو باندي ځانمرګی برید

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۰, چهارشنبه

په کابل کي د آلماني ځواکونو پر پوځي کاروان باندي په ځانمرګي بريد کي يوازي بريدکوونکی وژل سوی دی. دا په داسي حال کي ده چي د آلمان د دفاع وزير نن سهار وختي افغانستان ته رسېدلی دی.

https://p.dw.com/p/1AXAH
په کابل کی د پيښي سيمه
په کابل کی د پيښي سيمهانځور: picture-alliance/AP

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير په داسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي د چهارشنبې د ورځي په سهار په کابل کي د ناټو په چوکاټ کي د آلماني ځواکونو پر يوه کاروان باندي ځانمرګی بريد ترسره سو. د آلماني ځواکونو په خبره په دغه بريد کي چاته زيان نه دی رسېدلی.

په کابل کي د ايساف ځواکونو يوه وياند ويلي دي چي د دغه ځواک پر يوه پوځي کاروان باندي بريد تاييدوي. دغه پيښه د کابل هوايي ډګر ته څرمه رامنځته سوې ده. د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد د پيښي پړه پرغاړه اخيستې ده.

مجاهد په افغانستان کي رسنيو ته په یوه لېږل سوي برېښنالیک کي ويلي دي چي، په دغه بريد کي چي د دوی له خوا ترسره سوی دی، د آلماني ځواکونو دوه موټره ويجاړ سوي او «لس تنه عسکر وژل سوي او ټپيان سوي دي». دا اوس معمول ګرځېدلی دی چي وسله وال طالبان د قربانيانو تر اصلي شمېر تلفات زيات ښيي.

د مزار شريف په هوايي ډګر کي ديميزير ته جنرال فولر ښه راغلی ووايه
د مزار شريف په هوايي ډګر کي ديميزير ته جنرال فولر ښه راغلی ووايهانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د راتلونکي ماموريت په اړه د روښنايي غوښتنه کړې ده. ديميزير تيره شپه د خپلو ځواکونو د ليدلو له پاره مزارشريف ته رسېدلی دی.

د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزير د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۱) په مزارشريف کي د خپلو ځواکونو د ليدني پرمهال وويل چي افغانستان بايد له امریکا متحده ايالاتو سره دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي. هغه وويل چي د دغه تړون لاسليکول بايد تر انتخاباتو پوري و نه ځنډيزي «هغه وخت به ډېر ناوخته» يي.

آلمان هم په پلان کي لري چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د افغان امنيتي ځواک د روزني او تجهيز له پاره نزدې ۸۰۰ سرتيري د نوي ماموريت په چوکاټ کي پريږدي.

په پلان کي ده چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي د ناټو ځواکونو او امريکا متحده ايالاتو له خوا یو نوی روزنيز ماموريت پيل سي.

ناټو وايي چي که له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون د روان کال ترپايه پوري لاسليک نه سي دوی به هم افغانستان ته يو عسکر هم ونه لېږي او دا چي خپلي مرستي به هم بندي کړي.

خو افغان ولسمشر حامد کرزی وايي چي د تړون د لاسليکولو له پاره خپل شرطونه لري او يا دا چي دغه تړون دي د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسليک کړي.