1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر مختگ او شک و ترديد

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

په ۲۰۰۱م کال کی د طالبانو د حکومت تر نسکوریدو وروسته اټکل کیده چی په کابل کی ۶۰۰ زره خلک اوسیږي. اوس په پلازمینه کی اټکل کیږي چي د ۴ څخه تر ۵ ملیونو انسانانو پوري ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/12Dqj

د دي تر څنګ په هغه ځایی کی چی د خیریه مؤسسو دفترونه ځایی پر ځایی دي، د ښار په لویدیځه برخه کي د نوي پرمختګ احساس کیږي. په دغه سیمه کي هم د نوي قدرت نښي نښاني لیدل کیږي او هم د خلکو د استازو د کار ځاي دي. دغه سیمه کارته سه نومیږي.

پداسي حال کی چی د کابل نوري سیمي په مصیبت کی راګیري دي، په ټوله کارته سه کي ساختماني کارونه په چټکي سره مخ په وړاندي روان دي. چیري چي ودانۍ جوړیږي، په هماغه ځاي کي پانګه هم اچونه کیږي.

په کارتي سه کی یو وخت د منځني طبقې خلکو ژوند کاوه، په دي سیمه کي ساده یو پوړيز او دوه پوړیز کورونه ول. بیا وروسته د جنګ په پایله کي ډیرو خلکو دغه ځایی ته مخه کړه او د خټو کورونه یی جوړ کړل. خو اوس ډیر غټ غټ کورونه چی د پاکستان د کورونو په طرز جوړ شوي او طلایی او نقریی پایی لري کارته سه ته بیخي بله بڼه ورکړي.

پل سرخ ته نږدي نور د کارته سه شان او شوکت نشته او بیوځلۍ او بدبختیو د پل سرخ بلی غاړي ته بل رنګ ورکړی. په کارته سه کي ډیري کمي ښځي ښکاری چی چادري یی اغوستي وي. لا تر اوسه ډیر سرکونه قیر شوي نه دي. هر واري کله چی یوه لاري د خلکو په خوا کی تیریږي، پلی کسان د سر نه تر پښو پوري په دوړو پوښل کیږي.

په بازار کی هر قسم میوه پیدا کیږي. هر پلورونکي د ځانه سره د طالبانو د وخت یوه خاطره لري.

حاجي مراد علی د یو کلچه پزي د دوکان مالک دي چي په هغه کي بغلاوه، څو نوعه کیکونه او خواږه خرڅوي.

حاجي مراد علی د کیکونو او کلچو د تللو لپاره په تله کي د اوسپني کاڼي ږدي. او خپلي پیسي د شیشي ویترین لاندي ږدي.

حاجي مراد علي ، وروسته د لټون څخه، د مات شوي قفل ټوټي راښی او وایی.

دا هم کارته سه ده. د دوو مختلفو ملیتونو ښځه او خاوند د خپلو ماشومانو سره. سونیا روسي ښځه ده او خاوند یی سنجر افغان دي. هغوي په پولینډ کی یو بل پیژندلي دي چیري چی سنجر د لوړو زده کړو لپاره تللي وو. هغوي د پارلمان د وداني سره نږدي ژوند کوي. سنجر وایی:

« زما ګاونډي د پارلمان استازي دي. که څه هم هغه د اطرافو څخه راغلی دي، خو په یو ځل د ډيرو پیسو خاوند شو. سړي هسي د ځانه پوښتنه کوي چی دا دومره پیسي د کومه پیدا کړی، پداسي حال کي چی هغه یواځي د دولت مامور دي.»

د سنجر لپاره پارلمان او د ۹۰ کلونو د لسیزي په شروع کي جګړه د یوي سکي دوه مخه دي.

«پارلمان د قاتلینو څخه ډک دي. په تیر وخت کي یی دا سیمه ویجاړه کړه. هغوي د ۶۰ زره انسانانو قاتلین دي. دا هغه کسان دي کله چی به مو د اوړو یوه بوجی پر بایسکل باندي د ښار د یوه ځاي څخه بل ځایی ته انتقالوله پر مونږ به یی د ماشیندارو ډزي کولي. اوس په پارلمان کي ناست دي، او د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو د هغوي څخه په افغانستان کي د دموکراسي د سمبول په توګه استقبال کوي. کومه دموکراسي؟ دغه کسان باید محاکمه کړاي شي.»

ډیر کم کسان د سنجر په شان د تحصیلي بورس امکانات لري. خو ډیر ځوانان د زده کړو تګي دي. دولتي پوهنتونونه د ټولو هغه کسانو لپاره چی غواړي لوړي زده کړي وکړي ځایی نه لري. په همدي خاطر شخصي انستیتونو د ځوانانو د را جذبولو لپاره د ښار په مختلفو برخو کي لوي لوي اعلانونه را ځړولي دي. د دغی له جملي څخه یو هم د « ابن سینا » انستیتوت دي، چی د اسلامي نړۍ د وتلي او مشهور عالم ابو علي ابن سینا په نوم نومول شوي.

د ابن سینا په انستیتوت کي شاو خوا ۳۰۰ تنه زده کړي کوي. د دغه انستیتوت مشر علي امیري وایی:

ښځي د یو سمستر د فیس د پریکولو څخه معاف شوي دي.

په صنف کي د نيم څخه ډیري نجوني دي. هلکان د نجونو څخه شاته او په بیل قطار کي کیني. ښځي او نجوني رنګارنګ ټکري اغوندي او دهغوي لږه برخه سینګار هم کوي.

مارتين/ ابراهيم خيل/ رياض

کتونکی: نجيب الله زيارمل