په کابل کي په سلهاوو پلورنځي سوځېدلي دي
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبه
افغان چارواکو ویلي دي چې اور په کابل ښار کې د جامو پلورلو په یوه مارکیټ کې لګیدلی دی چې له کبله یې شاوخوا ۵۰۰ پلورنځایونه سوځیدلي دي. لا تر اوسه پورې د اور له کبله د رامنځ ته شوو ځاني تلفاتو په اړه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د افغانستان د اور وژنې د ادارې یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې ښايي دغه اور د بریښنا د شارتۍ له کبله لګیدلی وي. اور دومره پیاوړی وو چې د وژلو له پاره يې د ناټو او افغان ځواکونو د اور وژنې کارکوونکي سیمې ته راغوښتل شوي ول.
د افغانستان د اور وژنې د ادارې یوه کارکوونکي د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل: «موږ ټول په ګډه کار کوو چې دغه اور مړ کړو.» د فرانسې د خبري آژانس د یوه خبریال په حواله اور ډیر شمیر پلورنځایونه په ذغالو بدل کړي دي.
د کابل پولیسو یوه چارواکي چې د نوم د نه اخیستلو په شرط یې خبرې کولې وویل چې د کابل د صرافانو مارکیټ د اور د ګواښ له کبله تخلیه شوی دی. هغه زیاته کړه: «پولیسو د پیسو د مارکیټ په تخلیه کولو کې له صرفانو سره مرسته وکړه او د هغوی پیسې یې امنو ځایونو ته ولیږدولې.»
اوس په کابل کې شاوخوا پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي. په دې ښار کې د اور وژنې ډیر کم امکانات موجود دي.