1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي په لسګوني تنې زده کونکي مسمومي سوي دي

۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبه

دغه پيښه د چهارشنبي په ورځ د کابل د نوي کارتي د طوطيا په نامه د نجونو په يوه منځني ښونځي کي رامنځ ته سوه.

https://p.dw.com/p/Ovk9
تر دغي پيښي دمخه په شمالي کندز ولايت کي هم په ورته پيښو کي څو څو ځله نجوني زدکونکي مسمومي کړای سوي وې
تر دغي پيښي دمخه په شمالي کندز ولايت کي هم په ورته پيښو کي څو څو ځله نجوني زدکونکي مسمومي کړای سوي وېانځور: DW/Aslami

د پوهني وزارت د چارواکو په خبره په پيښه کي شاوخوا ۷۶ تنه نجوني زدکونکي په يوه زهرجن ګاز مسمومي کړای سوي دي.

د پوهني وزارت نطاق ګل آغا احمدي وايي چي تحقيقات روان دي خو د ننۍ پيښي اصلي لامل تر اوسه ندی معلوم.

«تحقيقات شوي تر اوسه پوري معلومه شوي چي پاشل شوي ماده ډيره خفيفه ده، هيڅ راز عارضي تاوان نه رسوي د انسان وجود ته ، تر اوسه يي لامل ندي معلوم، دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت رياست دغه ماده ډيره ضعيفه بللي چي هيڅ راز جانبي عوارض نه شي رامنځ ته کولاي».

تر دغي پيښي دمخه په شمالي کندز ولايت کي هم په ورته پيښو کي څو څو ځله نجوني زدکونکي مسمومي کړای سوي وې.

د کابل ډيری ښونځي چي د وسله والو سرتيرو له لوري يي کلکه امنيتي ساتنه کيږي تردې دمخه هم د يوي ورته پيښي شاهد وو.

څو مياشتي دمخه د کابل په ختيځ کي په يوه ښونځي کي ګڼ شمير نجوني زدکونکي په يوه ناپيژندل سوي ګاز مسمومي کړای سوي.

عيني شاهدانو تر دغي پيښي شيبه وروسته آلمان ږغ راډيو ته وويل چي مسمومي سوي نجوني په بيړه د امبولانسونو په مټ نږدې روغتونونو ته انتقال سوي.

وروستي را رسيدلي رپوټونه وايي چي د ۷۶ تنو مسمو شويو نجونو له ډلي څخه ۲۵ تنه يې بسترسوي او پاته نوري يې له روغتون څخه رخصت سوي دي.

که څه هم د پيښي عاملين تر اوسه ندي معلوم خو طالبان چي د حکومت وسله وال مخالفين بلل کيږي د خپلي واکمنۍ پر مهال د نجونو له زدکړو سره مخالف ول.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل