1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد ۸ کسان وژلي او ۱۸ نور ټپيان کړي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۱۱, چهارشنبه

په کابل کي د هوايي ځواک پر يوه سرويس موټر باندي په ځانمرگي بريد کي ۸ کسان وژل سوي او ۱۸ نور ټپيان سوي دي. دا په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو تر دوهم پړاو وروسته په کابل کي لومړی بريد وو.

https://p.dw.com/p/1CUEf
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د فرانسې خبري آژنس ته ويلي دي چي يوه ځانمرگي نن د چهارشنبې ورځي (۲۰۱۴م کال د جولای ۲مه) په سهار د افغانستان د ملي اردو پر يوه سرويس موټر باندي بريد وکړ.

صديقي ويلي دي چي په دغه پيښه کي د ملي اردو پنځه افسران وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي. هغه ويلي دي چي په دغه پيښه کي دغه راز پنځه تنه ملکي کسان هم ټپيان سوي دي.

خو وروستي راپورونه وايي چي په دغه بريد کي چي کابل پوهنتون ته نژدې د کارته سخي په سيمه کي ترسره سوی دی د هوايي ځواک ۸ افسران وژل سوي او ۱۳ نور ټپيان سوي دي. پر دې سربيره پنځه تنه ملکيان هم ټپيان سوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي له دويچه ويله سره په خبرو کي پېښه تائيد کړه او ويې ويل: «نن سهار اووه بجې يوه ځانمرگي بريد کوونکي خپل ځان د دفاع وزارت له يوه لېږدونکي موټر سره وچاود اته تنه افسران يې شهيدان او ۱۳ تنه نور يې ټپيان کړل. د ټپيانو روغتيايی وضعيت اوس ښه دی.»

عظيمي د پيښي پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه واچوله: «کله نا کله وسله وال طالبان دغه شان بريدونه کوي. هغوی د دې بريد پړه هم پرغاړه اخيستې ده چي موږ يې غندو.»

وسله والو طالبانو د تويتر ټولنيزي شبکې له لاري د پيښي پړه پر خپله غاړه اخيستې ده او ويلي يې دي چي ۲۵ کسان يې وژلي دي.

عيني شاهدانو ويلي دي، چي چاودنه ډيره پياوړې وه او ډير ليري يې لا د کورونو او دوکانونو هنداري ماتي کړي دي. سيمه اوس هم د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده سوې ده.