1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي چاودني سخته مرگ ژوبله اړولې

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۹, سه‌شنبه

په کابل کې د عدلې وزارت د موټرو په تمځای کې د يوه موټر بم په چاودنه کي پنځه کسان وژل شوي دي. پولیسو ویلي دي چې موټر بم يو ځانمرگي برید کوونکي په دغه تمځای کي چولی دی. په پيښه کي تر ۵۰ زيات کسان ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/1FShl
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د افغانستان د کورنيو چارو وزرات وياند صدیق صدیقي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «يوه ځانمرګري برید کوونکي خپل موټر د عدلیې وزارت د موټرو پارکینګ ته ورساوه او هلته يې ځان الوزولی.»

هغه په دې پیښه کې د ټپي شویو کسانو د شمیر په اړه معلومات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري آژانس په پیښه کې د څلورو تنو د وژل کیدو او ۲۴ تنو نورو د ټپي کیدو خبره کړې ده. دې آژانس د کابل د پولیسو د یوه ویاند عبادالله کریمي په حواله لیکلي دي: «موږ کولای شو چې د څلورو کسانو وژل او د ۲۴ تنو نورو ټپي کیدل تائید کړو.»

د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو ویلي دي چې څلور نارینه او یوه ښځه په پیښه کې وژل شوي دي خو د دې خبرې تائیدول چې آیا په وژل شویو کسانو کې یې یو ځانمرګی برید کوونکی وو او که نه، ډیر ستونزمن کار دی.

له بلې خوا بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې تر اوسه پورې بیلابیلو روغتونو ته ۵۳ تنه ټپیان ور وړل شوي دي. د دې وزارت ویاند زیاته کړې ده چې د وخت په تیریدو سره د دغو کسانو شمیر هم کيدای شي زیات شي.

د عدلیې وزارت د کابل په زړه کې د مالیې، کانونو او پیترولیم وزارتونو او سرینا هوټل ته څیرمه دی. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستي.

د پیښې یوه عینی شاهد خان محمد، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «زما زوی هلته دوکان لري. زه نه پوهیږم چې په هغه به څه شوي وي. پولیس راته د هغه په اړه معلومات نه راکوي.»

دا په روانه میاشت کې د افغانستان پر قضایي سیستم باندي پنځم برید دی. تر دې مخکې د دې وزارت د کارکوونکو پر موټرو باندي هم بریدونه شوي ول.

د چاودني سيمه
د چاودني سيمهانځور: Getty Images/AFP/S. Marai