1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې د استخباراتو پر روزنیز مرکز يرغل پای ته رسېدلی

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

په کابل کي د ملي امنيت پر يوه روزنيز مرکز وسله وال يرغل پای ته رسېدلی. دغه يرغل څو ساعته دوام وکړ او ويل کيږي چي د درې بريدگرو په وژنه ختم شوی دی.

https://p.dw.com/p/2pZXI
Afghanistan Bewaffnete Angreifer stürmen Geheimdienstgebäude in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د ملي امنیت ادارې یوې سرچینې رسنیو ته ويلي دي چې د دوشنبې په ورځ د استخباراتو پر ودانۍ باندې برید د برید کوونکو تر وژل کیدو وروسته پای ته رسیدلی دی. تر برید څو شیبې وروسته، داعش د برید مسوولیت منلی وو.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد په دې هکله وویل چې «برید پای ته رسیدلی. دوه برید کوونکی وژل شوي او یوازې دوه پولیسو سرتیري په دې پیښه کې ټپیان شوي دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړه چې په دې برید کې ملکیانو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.

د ملي امنیت یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې بربڼد شي بیا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی [بریدګر] ټول په یوه داسې ودانۍ کې چې تر رغیدو لاندې وه پټ شوي ول. موږ د دوی چاودیدونکي توکي چې اشاره یې له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته وه، له منځه وړی او د دوی دوه یا درې کسان مو وژلي دي.

تر دې مخکي د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د فرانسې خبري آژانس ته د پیښې په تړاو وویل چې: «شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۰ دقیقې یوې وسله والې ډلې د کابل په افشار سیمه کې د ملي امنیت د روزنې مرکز ته چې د رغیدو په حال کې وو داخل شوي دي.».

ap,dpa(K.H/N.Z)