1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د امرالله صالح میلمستون ته څېرمه برید شوی

۱۳۹۸ مرداد ۶, یکشنبه

نن د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو په لومړۍ ورځ، یوې چاودنې کابل لړزولی دی. د چارواکو په خبره چاودنې د امرالله صالح اړوند یو میلمستون په نخښه کړی او زیاتوي چې تر اوسه پورې شپږ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

https://p.dw.com/p/3MrEj
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په داسې حال کې چې نن د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو لړۍ پیل شوه، پلازمینه کابل یوې چاودنې لړزولی دی. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د پیښې په تړاو وویل چې چاودنه د کابل په شمالي برخه کې شوې خو په هکله یې نور جزئیات وړاندې نه کړل. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله دغه چاودنه د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې د اورانوس هوټل مخې ته رامنځته شوې ده.

بل لوري ته د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار هم د چاودنې پخلی کوي او وايي چې په دې پیښه کې تراوسه پورې شپږ تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي. تر اوسه پورې کومې ډلې د یادې چاودنې مسوولیت نه دی منلی، خو طالبانو تر دې وړاندې په تیرو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې ورته بریدونه او چاودنې کړي دي.

ځايي رسنۍ او تلویزیونه بیا وايي چې د چاودنې هدف د افغانستان د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په راتلونکو ټاکنو کې د لومړي مرستیال امرالله صالح، اړوند یو میلمستون وو. حکومتي چارواکو تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ویلي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې چاودنه د سیمه یز وخت مطابق د ماسپښین په څلورو بجو او ۴۰ دقیقو رامنځته شوې ده. تر اوسه پورې د مرګژوبلې او مالي تاوان په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي. د فيسبوک ځينو کارونکو په حواله په کابل ښار کې د بېلابېلو چاودنو غږ اورېدل شوی دی. خو په دې اړه ډېر جزئيات لا راوتلي نه دي.

په کابل کې د دویچه ویله خبریال محمد اسمعیل شاکر وايي چې د هوايي ډګر پر سړک د اورانوس د ودونو صالون ته څیرمه دوه چاودنې شوي دي. د یادولو ده چې د امرالله صالح دفتر هم په دې سیمه کې موقعیت لري. 

ځايي وخت شپږ بجې او ۱۳ دقیقې: د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې برید په ځايي وخت ۴ بجې او ۴۰ دقیقې د امرالله صالح پر دفتر شوی دی. د ویاند په خبره په چاودنه کې تر اوسه پورې یو تن وژل شوی او ۱۳ تنه ټپیان دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند رحیمي همدا راز زیاته کړه چې تر چاودنې وروسته یو شمیر بریدګر د زرغون بهیر په نامه د امرالله صالح د خوځښت دفتر ته داخل شوي دي.