1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الوتکي د راولیدو له کبله ۱۷ کسان ووژل شول

۱۳۹۰ اسفند ۲۶, جمعه

چارواکو ویلي دي چې د کابل په شاوخوا کې د ایساف د ځواکونو یوه څرخۍ الوتکه پر یوه کور باندي رالویدلي ده چې په پایله کې ئې د یوې ښځي او دوو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۷ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14LT6

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په قوي احتمال سره الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالویدلي ده. هغه ویلي دي چې لومړنۍ څیړني ښيي چې الوتکي په عاجله توگه د کښینستلو هڅه کړې ده.

په الوتکه کې ۱۲ پوځیان او لږ تر لږه پنځه ملکي وکړي هم وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې د پېښي په قربانیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دي. د هغه په خبره اوس پولیس او د سیمي اوسیدونکي د قربانیانو د مړو د موندلو په لټه کې دي.

په کابل کې د ایساف د ځواکونو یوه ویاند دا خبره منلي ده چې الوتکه د هغوی په ځواکونو پوري تړلې وه خو دا خبره ئې نه ده کړې چې رالویدلي الوتکه په کوم هیواد پوري تړلې وه.

د ایساف دې ویاند ویلي دي چې هغوی د پېښې په اړه پلټني کوی خو دا خبره ئې کړې ده چې تر اوسه پوري داسي رپوټونه په لاس کې نه شته چې د دې الوتکي له راولیدلو سره دې یاغیان کوم تړاو ولري.

یادښت: دا خبر هره ګړی تازه کیږي

مسعود جهش