1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې د برید قربانيان ۲۰ کسانو ته رسېدلي

۱۳۹۶ دی ۱۵, جمعه

افغان پولیس وایي چې په کابل کې د تیرې شپې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ تنو ته رسیدلی او ۲۷ نور ټپيان دي. د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري کومي ډلي منلی نه دی.

https://p.dw.com/p/2qNCJ
Afghanistan Polizei - Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي برید د پنجشنبې په ماښام ناوخته په کابل ښار کې د امريکا متحدو ايالاتو سفارت ته نژدې سوې دی. ويل کيږي چې ځانمرگي بريد کوونکی د افغان امنيتي ځواک په يونيفورم کې ځان دغي سيمي ته رسولی وو.

د افغانستان د عامي روغتيا وزارت يوه وياند ويلي دي چې روغتونونو ته ۲۷ ټپيان هم وروړل شوي دی.

د افغان پوليسو په خبره د بريد په سمه کې ډیر امنیتي ځواکونه د یوې مظاهرې د امنیت نیولو په موخه راټول شوي ول.

تر برید وروسته، په چاودنه کې یوازي د شپږو تنو افسرانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی وو، خو د پولیسو چارواکي جان آغا، ویلي دي چې د جمعې تر سهاره پورې د وژل شویو کسانو شمیر ډیر لوړ شو.

تر اوسه پوري لا کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو په وروستیو وختونو کې هم وسله والو طالبانو او هم ترهگري ډلي داعش پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

AFP,Reuters(M.J/N.Z)