1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځ لمانځل

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

د افغانستان حکومت او د بشري حقونو نهادونو په کابل کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیانیو او نندارتونو مراسم په لاره اچولي ول. په دغو محفلونو کې د پوهنتون محصلینو ته په وړیا توگه د بشري حقونو کتابونه ورکړل شول.

https://p.dw.com/p/1AV1s
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د عدلیې وزیر حبیب الله غالب، د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کابل په پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې بې سوادي د بشري حقوق د تطبیق پر وړاندې د اصلي خنډ په توگه عنوان کړه. هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دا چې زموږ ټولنه امي او بې سواده ده، له بده مرغه موږ زیاتره کارونه د تقلید پر اساس کوو. زیاتره مشکلات چې موږ وینو، د بې سوادۍ ستونزه ده.»

د عدلیې وزیر وړاندې وویل چې ټولې هڅې بشري حقونو ته د احترام پر اساس کیږي او په هغه صورت کې چې دغه قوانین تطبیق شي، ډیری ستونزې به له منځه ولاړې شي.

د نوي نسل د نظر تغیر

د ولسي جرگې د ښځو او بشري حقونو د کمیسیون مشرې فوزیه کوفي په دغه مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې د افغانستان د خلکو په ځانگړې توگه د ځوان او تحصیل یافته نسل نظر د پخوا په پرتله تغیر کړی دی.

میرمن کوفي وویل په هغه صورت کې چې محصلین بشري حقونو ته ژمنتیا ولري، د زرونو کورنیو په بشري حقونو کې به ښه والی راشي. هغې له ټولو افغانانو څخه وغوښتل، لکه څرنگه چې خپله تعلیم او تحصیل کوي، ښځو او نجونو ته هم د هغې اجازه ورکړي: «د نن ورځې پيغام له دې چت څخه بهر کړئ او لږ تر لږه تعهد وکړئ چې له نن ورځې څخه نیولی تر راتلونکي کاله پورې هیڅ داسې عمل نه تر سره کوئ چې د نورو کسانو بشري حقونه تر پښو لاندې شي.»

د ولسي جرگې نوموړې استازې په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د افغانستان یوازې ۲۰ سلنه ښځې سواد لري او پاتې نورې له دې نعمت څخه بې برخې دي.

د کوفي په وینا د نړۍ د نورو هیوادونو په منځ کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او باید په دې برخه کې نورې هڅې وشي.

د بشري حقونو نندارتون

ملگرو ملتونو، د امریکا متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې او د بشري حقونو یو شمیر نورو بنسټونو په سلونه جلده کتابونه، رسالې، مجلې او نور معلوماتي مواد د یوه نندارتون په ترڅ کې نندارې ته ایښي ول.

د دغه نندارتون اصلي موضوع، د بشري حقونو د بېلابېلو اړخونو معرفي کول وو. د ماشومانو او ښځو د حقوقو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د اجباري ودونو د مخنیوي په هکله په دغه نندارتون کې بېلابېل معلوماتي مواد او بروشورونه نندارې ته وړاندې شوي ول.

د دغه نندارتون د جوړونکو څخه میرزا رفعت وویل: «د دغه پروگرام هدف دا دی چې په ټولنه کې د بشري حقونو کلتور نور هم ټینگ شي. موږ غواړو چې د بشري حقونو کلتور ترویج کړو. موږ چې کله د بشري حقونو په اړه څه اورو فکر کوو چې د دین پر ضد دي، په داسې حال کې بشري حقونه عین دین دی او له دین سره مطابقت لري.»

هغو محصلینو چې په دغه نندارتون کې یې گډون کړی وو د بشري حقونو د معرفي کولو له پاره یې د دغسې پروگرامونو د ډیریدو غوښتنه وکړه.

د کابل پوهنتون یوه محصل راشد وویل: «دغه نندارتون ټولو محصلینو ته د بشري حقونو په اړه مواد په وړیا توگه ورکړل او محصلین کولای شي چې د خپلو آفاقي معلوماتو پوهه لوړه کړي.»

د زهرا په نوم یوې بلې محصلې وویل چې دغسې نندارتونه د هغوی د پوهې سطحه لوړوي: «سل په سله تأثیر لري، ځکه هر معلومات چې موږ تر لاسه کوو، مثبت تأثیر لري. ځوانان باید له دې موادو څخه استفاده وکړي.»

دغه نندارتون د یوې ورځې له پاره جوړ شوی دی او په پام کې ده چې یو شمیر سندرغاړي خپل هنر وړاندې کړي.