1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل: د درنو وسلو په ګرځولو بندیز ولګول شو

۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبه

افغان حکومت ټولو لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو ته خبرداری ورکړی دئ چې پس له دې نه شي کولای چې له درنو وسلو سره د ښار په منځ کې تګ را تګ وکړي.

https://p.dw.com/p/156pR
انځور: AP

همداراز د چارواکو له لوري د تورو ښیښو او بي نمبر پلیټه موټرو په کارونې هم سخت بندیز ولگول شو. دغه خبرداری په کابل کې د سولي د عالي شورا د یوه با نفوذه غړي مولوي ارسلا رحماني تر وژني دوه اونۍ وروسته ورکړل شوې ده. ویل کیږي چې په ډیرو جرمي پیښو کې له داسې موټرو کار اخیستل کیږی چې تورې ښیښې لري.

په وروستیو کې په کابل کې د تورو ښیښو لرونکي او بي نمبر پلیټه موټر ډیر شوي ول. د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزي څانګي د مشر محمد ظاهر، په حواله دا پریکړه د شنبې له ورځې څخه نافذه شوې ده چې له مخې ئې نور د دولتي چارواکو ساتونکي اجازه نه لري چې نامناسبه چامې پر تن کړی او تل باید خپلې ځانگړې جامې پر تن ولري.

د محمد ظاهر په خبره په ښار کې د درنو وسلو ساتلو ته اړتیا نه شته او هر هغه چارواکی چې ځان خوندي نه بولي کولای شي له کورنیو چارو وزارت څخه د امنیتي پرسونل غوښتنه وکړي:

«له ډیرو ساتونکو څخه کار اخیستنه، او په ډارونکو قیافو او نا منظمو جامو د هغوی سمبالول پس له دې جواز نه لري. چارواکي نه شي کولای له «راکټ لانچرو» او پیکا ماشینګڼو څخه د ځان د ساتني له پاره کار واخلي. ځکه په ښار کې اوس تر ډیره بریده امن نافظ دئ او پولیس ځواک د ښار په هره برخه واکمن دئ.»

د کورنیو چارو وزارت له دستور سره سم به دا ځل هیڅ یو عالي رتبه چارواکی هم له دغي کړنلاري څخه مثتثنأ نه وي او له سرغړونکو سره به جدي چلند کیږي.

د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمنو سره د مبارزې د څانګي مشر وایي چې د پلازمینې حالت د پخوا په پرتله ډیر ډاډمن دئ او په زرګونو تنه امنیتي پرسونل د ښار په تقریبا ټولو برخو واکمن دي.

د پلازمینې اوسیدونکو هم د کابل ښار د نظم نیولو له پاره د کورنیو چارو د وزارت وروستی اقدام وستایه. یو شمیر ښاریانو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په ښار کې د درنو وسلو له ګرځونکو څخه سخته ویره لري او دوی داسې احساس کوي چې ګواکي په ښار کې جنګي حالت حاکم دئ.

دا لومړی ځل دئ چې د لوړ پوړو چارواکو پر ساتونکو غږ کیږي چې نور په ښار کې درنې وسلې و نه ګرځوي. خو تر دې مخکې څو څو ځله د بي نمبر پلیټه او تورو ښیښو درلودونکو موټرو په ګرځیدو بندیز لګول شوی وو لیکن د یوې مودې په تیریدو به دغه کار بیرته عادي بڼه خپله کړه او ډیرو کسانو به بیرته د تورو ښیښو موټرو کارولو ته مخه کړه.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش