1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د رګبي لوبه تر سره شوه

۱۳۹۰ دی ۳, شنبه

افغانستان د جمعې په ورځ په لومړي ځل د رګبي لوبې يوه سيالي تر سره کړه. د سيالۍ سنبالونکي هيله لري چې د رګبي لوبه به په افغانستان کې هومره شهرت پيدا کړي لکه د بزکشۍ يا اوزلوبې سپورټ.

https://p.dw.com/p/13Yt7
د رګبي لوبه لا په افغانستان کې په لمړیو مرحلو کې ده.
د رګبي لوبه لا په افغانستان کې په لمړیو مرحلو کې ده.انځور: AP

د کریکټ او فوټبال لوبې په افغانستان کې ډېر زيات محبوبيت لري، ځکه چې په دې وروستيو کلونو کې په سيمه ايزه کچه ښې لاسته راوړنې شوې دي. دغو برياو په دغه جنګ ځپلي هېواد کې د هيلو ډېوې بلې کړې دي.

سپورټ ته لېواله کسان په دې اند دي چې د رګبي په څېر يوه ننګونکې او کلکه لوبه چې ټېل وهل او غېږه نيول په کې هم راځي، به افغانانو ته لا آسانه وي، ځکه چې هغه د آسونو پرته بزکشۍ يا اوزلوبې ته ورته برېښي.

د افغانستان له څلورو مختلفو ولايتونو څخه لس ټيمونه کابل ته راغلي ول، تر څو هلته د رګبي يوه سيالي تر سره کړي. افغانستان تېره مياشت د آسيا د رګبي د ټولنې غړيتوب تر لاسه کړ. د افغانستان د رګبي د ټولنې مشر اسد زيار وويل:

«د دغې لوبې شهرت په زياتېدو دی او هغه به ډېر ژر د کریکټ او فوټبال ځای ونيسي. موږ کلک او زيږه خلک يو او دغې لوبې ته ښه جوړ يو. هغه يوه ډېره تېزه او غښتلې لوبه ده. سړی ورته نوې بزکشي يا اوزلوبه ويلای شي، چې زموږ خلک ورسره ډېره مينه لري. خو هغوی د دې وس نه لري تر څو هر لوبغاړی ځان ته يو آس وپېري.»

د افغانستان د رګبي له ټولنې سره تر دې دمه ۲۲۰ تنه لوبغاړي راجستر دي چې له دې امله نه شي ويل کېدلی چې د محبوبيت کچه يې لا د فوټبال، کریکټ يا بزکشۍ د لېوالتيا کچې ته اوچته شوې ده.

د نندارچيانو يوه ډله له ميدان څخه دباندې ولاړه وه چې اکثره کسانو يې په لومړي ځل دغه لوبه کتله. ۱۵ کلن عبدالرسول وايي:« دا لوبه ډېره په زړه پورې ده، خو ګولکيپر چېرته دی؟»

د کابل دوه ورځنۍ د رګبي سيالي د برتانيې د سفارت لخوا تمويليږي. ۴۷ کلن، ستيف بروکينګ، چې له بريستل څخه راځي، وايي چې د داسې روزونکو موندل ګران دي چې د لوبې په مفهوم وپوهيږي.

نوموړی د ملګرو ملتونو کارکونکی دی او د افغانستان د رګبي له ټولنې سره د تخنيکي مشاور په توګه هم په خپله دنده بوخت دی. نوموړی زياتوي چې «افغانان پیاوړي، تندرست او غښتلي خلک دي. هغوی د مخامخې لوبې څخه نه وېريږي.»

آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض