1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې د طالبانو برید درې پولیس وژلي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۰, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې وسله والو په کابل کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی او درې پولیس یې وژلي دي. په هلمند کې بیا یوه هوایي برید اووه ملکي وګړي وژلي.

https://p.dw.com/p/3IlZo
Afghanistan Sicherheitskräfte
انځور: Getty Images/AFP/W. Koshar

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، روښانه کړې ده چې د دوشنبې په شپه رامنځ ته شوې پیښه کې درې پولیس ټپیان شوي هم دي. پیښه د کابل ښار په څنډو کې رامنځ ته شوې ده.

د مجاهد په خبره برید کوونکو لومړی په دوغ آباد سیمه کې د پولیسو پوستې ته لاسي بمونه ور غورځولي او بیا یې په ډزو پیل کړی.

په يوه بله پيښه کې بیا په هلمند کې یوه هوایي برید اووه ملکي وګړي وژلي دي. برید د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتو په جریان کې د یکشنبې په ورځ ناوخته ترسره شوې ده.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان، ویلي دي چې پیښه په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې په پایله کې یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د افغان په خبره د هوایي برید پر مهال په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې وي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې برید افغان ځواکونو او که ناټو قواوو کړی دی، خو افغان روښانه کړې ده چې اوس په دې اړه څیړې روانې دي.

(ms/nz (ap