1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د لمر نوې روغتون

۱۳۸۸ آبان ۱۲, سه‌شنبه

َََََََََد څوارلس ميليونو افغانيو په لمړنۍ پانګه په كابل كې د لمر معالجوي روغتون په كار پيل كړى . دغه روغتون چې ديرش بستره لري په روغتيايي بيلابيلو څانګو كې خلكوته روغتيايي خدمتونه وړاندې كوي.

https://p.dw.com/p/KMKq
لمر روغتون
لمر روغتونانځور: Baraipal

د روغتون يوه وړتيا دا ده چې په دې روغتون كې پلاستيك جراحې او د اعصابو جراحې عملياتونه تر سره كيږي . دغه روغتون په يو مجهز تشخيصيه كلينيك او لابراتوار سمبال شوى دى. د لمر روغتون په يوې پنځه پوړيزې ودانۍ كې خپل روغتيايي څانګې تنظيم كړيدي.

د كابل په ښاركې د لمر معالجوي روغتون په كار پيل كړى. دغه خصوصي روغتون چې په څوارلس ميليونه افغانيو لمړنۍ پانګه جوړه شويده په بيلابيلو پرمختللو طبي وسايلو سمبال شوى دى. د لمر معالجوي روغتون د ديرشو بسترو په درلودلو سره د عمومي جراحي ، د اعصابو جراحي ، د پلاستيك جراحي ، عمومي داخله ، او د ولادي نسايي څانګې لري.

د لمر روغتون مرستيال ډاكتر محمد منصور نيازى وايي چې د لمر روغتون په پنځه پوړيزه ودانۍ كې يې خپل روغتيايي خدمتونه تنظيم كړي .

منصور نيازى وايي چې : لمر روغتون بيلابيلې تشخيصيه څانګې او يو پرمختللى لابراتوار لري.

سره لدې چې ډيري خلك په خصوصي روغتونونوكې د بې وزلي او اقتصادي كمزورتيا له امله خپلې درملنې نشي كولاى او يو شمير خلك وايي چې په نوموړو روغتونونو كې د درملنې بيه ګرانه ده خو د خصوصي روغتيايي سكټور په برخه كې د سياليو له امله هر روغتون هڅه كوي تر څو د نورو په پرتله لوړ طبي خدمتونه وړاندې كړي.

يو ناروغ چې د هرات له ولايت څخه دغه روغتون ته راوستل شوى ؤ په نوموړي روغتون كې له خپلې درملنې څخه خوشاله بريښيده . ده وويل چې زما نوم عبدالاحمد دى د هرات له ولايت څخه د لمر روغتون ته راغلى يم . د برښنا د نيولو له كبله مې پښه عمليات شويده څو ورځې مې له عمليات څخه تيرې شوي دي اوس مې پښه بيرته لمړنۍ حالت ته ګرځيدلې . د لمر روغتون ته ځكه راغلم چې د هغه په اړه مې له خلكوڅخه اوريدلي ؤ او هغه څه مې چې اوريدلي ؤ هغه مې په عمل كې وليدل ، سره لدې چې د پلاستيك جراحې ستونزمنه ده خو زما د پښې د عملياتو نتيجه ښه ده .

د روغتون يو تن متخصص او د داخلې د څانګې مسوول ډاكتر عاشق الله شرف وايي چې : دغه روغتون ته د ورځې زيات شمير ناروغان راځي چې لمړى يې په بيړنۍ خونه كې ناروغي تشخيص كوو او بيايي تر درملنې لاندې نيسو او هغه ناروغان چې پرمختللو كتنو او معاينو ته اړتيا لري د روغتيايي پرمختللو ماشينونو په ذريعه يې تشخيصيه كتنې تر سره كيږي .

ډاكتر منصور نيازى وايي چې : په دې روغتون كې درې هغه ځانګړتياوې شتون لري چې د روغتون و ړتيا قابليت يې لوړ كړى دى : لمړى د پلاستيكي جراحې د سمبال مركز شتون ، دويم د اعصابو جراحې ، دريم پرته له عمليات څخه د بډوډو د تيګې له منځه وړل .

ډاكتر منصور نيازى وايي چې : د هيواد په بيارغونه كې ونډه اخيستل او هيواد والو ته خدمت كول د روغتون د جوړولو لمړنۍ موخه ده .

د خصوصي روغتونونو په جوړيدو سره د پخوا په پرتله د روغتيايي خدمتونو كچه لوړه شويده سره لدې چې اوس هم هره ورځ په لس هاوه تنه افغانان د درملنې لپاره بهرنيو هيوادونوته ورځې خو د خصوصي روغتونونود شتون له امله بهر ته د درملنې په موخه د تلونكو افغانانو شميره راټيټه شويده.

انور بری پال

کتونکی: يحيی وردک