1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د ټولنیزو رسنیو اونۍ ولمانځل شوه

خلیل الرحمان امید۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی له کابل پریس کلب سره په ګډه د ټولنیزو رسنیو اونۍ ولمانځله. په دغه کنفرانس کې وویل شول چې په افغانستان کې شا او خوا یو ملیون او درې سوه زره کسان له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخلی.

https://p.dw.com/p/1G4v5
افغان ځوانان د ټولنیزو رسنیو سره ډیره دیوالتیا لريانځور: DW

د ټولنیزو رسنیو دې اونۍ ته په افغانستان کې د( نظرونو اختلاف په ټولنیزو رسنیو کې دښمني نه ده) نوم ورکړل شوې وو. په افغانستان کې دا مهال فیسبوک او ټوېټر ډير کارول کیږي آن کلیوال ترې هم استعفاده کوي. ټولنیزې یا خواله رسنۍ دا مهال حتی له نورو رسنیو لکه راډیو او تلوېزیون سره هم د لنډو خبرونو د خپرولو په سرعت کې مسابقه کوي.

دا رسنۍ اوس پر چارواکو د نیوکو او فشار او همدا شان د دوی د ستاینې غوره چاره بلل کیږي. ډېر ځله د خواله رسنیو کاروونکي له همدې لارې له فساد څخه هم پرده پورته کوي.

د نۍ اداره هم وايي یادې رسنۍ د تاوتریخوالي او فساد په بربنډولو کې تر نورو وړاندې دي او هرځای چې کومه پېښه رامنځته کیږي، فیسبوک کاروونکي ترې تر نورو ژر خپروي.

Afghanistan Internet Cafe
انځور: DW

د نی موسسې مشر مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جولایي ۲۶) د ټولنیزو رسنیو د لمانځغونډې په مراسمو کې وویل: «ټولنیزو رسنیو خپل ځای موندلی او د حق غوښتنې، زده کړې، ‌روزنې، تفریح، ‌د پېښو خپرولو، فساد سره مبارزې، د قانون ماتونې د مخنیوي او په نورو ډېرو برخو کې یې فعال او اغېزمن رول درلودلای.»

که څه هم د دغو رسنیو کارونه افغانانو ته گران بیه تمامیږي خو بیا هم ورته زړه ښه کوي. نی وايي په افغانستان کې د انټرنېټ سرعت د اروپايي هیوادونو په پرتله پنځوس برابر ټيټ خو بیه یې سل فيصده لوړه ده.

دغه موسسې وايي د هیواد په ځینو لیرو پرتو ولایتونو کې د یوې دقیقي انټرنېټ بیه آن له شپېتو تر ۸۰ افغانیو رسي چې دا خورا لوړه بیه ده.

غلطه ګټه اخسیتنه

سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ د افغانستان ټولنې ته په ګټه بلل شوې خو په ځینو مواردو کې د دې څخه ناوړه گټه پورته کیږي کارول کیږي، د مثال په توگه د نورو کسانو شخصي حریم ته ننوتل،‌ هغوی ته سپکاوی، (fake accounts) یا د بل په نامه اکاونډونه جوړول او آن نورو قومونو ته په کې سپکاوی هغه ستونزې دي چې د ټولنیزو رسنیو په غلطه توګه له کارېدنې څخه راپورته کیږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بیا په عین حال کې وايي د ټولنیزو رسنیو د کارونې له‌ پاره پر قانوني تګلاره کار کوي چې د نورو د سپکاوي مخه به ورسره ونیوله شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیالې مژګان مصطفوي د ټولنیزو رسنیو د لمانځنې په مراسمو کې وویل: «ښه به دا وي چې موږ د یوې اسلامي او سنتي ټولنې په اصولو ته په کتو سره د ټولنیزو رسنیو قانوني کارونه وکړو. دا په دې مانا نه ده چې ګواکي موږ د وینا خپلواکۍ ته زیان رسوو، بلکې موخه مو داده چې د نورو حقونو ته زیان وا نه وړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیالې دا هم وویل، ټاکل شوې چې د رسنیو په قانون کې د ټولنیزو رسنیو څپرکی هم ورزیات شي.

Studentinnen der Universität Kabul Archiv 2009
په افغانستان کې د یو ملیون څخه زیات وگړي ټولنیزې رسنۍ کارويانځور: DW/M. Farahmand

د ټولنیزو رسنیو قانوني کېدل که څه تر دې مهاله له جزیاتو سره نه دي وړاندې شوي خو د نی ادارې مشر وايي دا قانون باید د وینا خپلواکۍ ته زیان وا نه ړوي.

مجیب خلوتګر وویل:« هر کله چې په داسې یوه کړنه لاس پورې کیږي، نو اصلي شرط باید دا وي ‌چې د ټولنیزو رسنیو له لارې معلوماتو ته د لاسرسي برخه باید محدوده نه شي، دا کار باید له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.»

نی او کابل پریس یا د کابل رسنیز مرکز پلان لري چې په روانه اونۍ کې له ټولنیزو رسنیو څخه د ګټې اخستې په موخه کمپاین پیل کړي چې په دې سره به د ټولنیزو رسنیو کارېدنه هم خلکو ته وپېژندل شي.

اسانتیاوې او څارنه

سره له دې چې ټولنیزې رسنۍ د فساد په رسوا کولو کې مرسته کوي خبریالانو ته یې هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي. ګڼ شمېر خبریالان له همدې فیسبوکي ګروپونو څخه پر موضوعاتو خبریږي او هغه تر پوښښ لاندې نیسي.

خپلواک خبریال رازمل زمان وايي: «د بېلګې په توګه فیسبوک ‌کې د خبریالانو په نامه ګروپونه جوړ شوي ‌چې په هغه کې د ورځنیو کنفرانسونو، غونډو، او نورو اړینو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کیږي او ټول خبریالان ترې په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه اخلي.»

زمان همدا شان وايي ټولنیزو رسنیو د ځوانانو د ذهنونو په پراختیا کې هم ښه رول لوبولای او هغوی یې خوځنده ساتلي.