1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د پارلماني ټاکنو معترضې نوماندانې څه غواړي؟

۱۳۹۸ تیر ۱۴, جمعه

د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې پاته راغلي ځيني معترضې نوماندانې وايي چې حکومت یې د عدالت غوښتنې غږ ته د زور او تاوتریخوالي په ژبه ځواب ورکړی.

https://p.dw.com/p/3LcPM
Kabul Parlament protestierender Kandidaten
انځور: DW/M. I. shakir

دغو معترضو نوماندانو له تېرو  شاوخوا دریو میاشتو راهيسي ارګ ته څېرمه خیمه وهلې، چې له حکومته د ټاکنیزو جرمنو د څېړنې له پاره د ځانګړې محکمې د جوړېدو غوښتنه کوي. اوس د دوی څلورو تنو د نه خوړو اعتصاب ترڅنګ د اعتراض په بڼه خپلې شونډې هم ګنډلي وې.

ډیوه نیازۍ له ننګرهاره ولسي جرګې ته هغه معترضه نومانده ده چې له تېرو شاوخوا دریو میاشتو راهيسي آرګ ته څېرمه د کابل په زنبق څلور لاري کې د تحصن خېمه کې ناسته او له دریو ورځو راهيسي یې د اعتراض په بڼه خپلې شونډې ګنډلې وې.

له نوموړې پرته د کندهار، هلمند او د کوچیانو حوزې معترضو نوماندانو هم خپلې شونډي ګنډلې وې، خو د هلمند یوې معترضې نوماندې نجیبې فیض هلمندۍ وویل، امنیتي کسانو له اعتصاب کوونکو میرمنو سره زورزیاتی کړی دی: «زموږ هغه خویندې چې خولې یې ګڼډلې وې زنانه عسکرو لاس ورواچاوه او د هغوی خولې یې وشکولې.»

دغه معترضې نوماندانې ادعا لرې چې د پنجشنبې په شپه امنیتي ځواکونو د هغوی پر خیمه برید وکړ او خیمه یې په زور ورټوله کړه.

د ښځینه نوماندانو د خیمې ټولولو ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس کیږي.

دغو کانديدانو له څو ورځو راهيسي د نه خوړو اعتصاب کړی
دغو کانديدانو له څو ورځو راهيسي د نه خوړو اعتصاب کړیانځور: DW/M. I. shakir

په دې لنډه ویډیو کې لېدل کیږي چې د شپې ناوخته امنیتي ځواکونه د معترضو نوماندانو ړنګه شوې خیمه له ځان سره وړي او ان پر یوبل د لرګیو وارونه هم کوي.

معترضي نوماندې ډیوې نیازۍ وویل، له دې سره د تحصن په خیمه کې تر لسو ډېرې نورې نوماندانې هم وې چې ټاکنیزو کمېسیونونو یې پر زرهاوو هغو رایو سترګې پټې کړي چې پلویانو یې د هغوی په ګټه کارولې وې: «موږ معترضې نوماندانې وو چې هم په لومړي لیست کې او هم په نهايي لیست کې بریالۍ وو، خو زموږ حریفانو پیسې ورکړې او زموږ نومونه یې له لیست څخه لرې کړل.»

نیازۍ زیاتوي چې شاوخوا درې میاشتې یې د تحصن په خیمه کې یوازي ددې له پاره تېرې کړې چې له ولسمشر سره وګوري او خپل شکایتونه مخامخ له هغه سره شریک کړي.

ددې معترضو نوماندانو یوازنۍ غوښتنه داده چې په ټاکنو کې ورسره شویو درغلیو ته دې ځانګړي محکمه او یا هم ځانګړي تخنیکي کمېټه جوړه شي.

هڅه مې وکړه چې د معترضو نوماندانو د غوښتنو، ادعاوو او له هغوی سره د زورزیاتي تورونو په اړه د اړوندو حکومتي سرچینو ځواب ترلاسه کړم، خو د مکررو اړیکو سره سره هم پر دغه کار بریالی نه شوم.

د ازادو او عادلانو ټاکنو بنسټ یا فیفا ویاندې مروه امیني وویل، حکومت باید ددې معترضو نوماندانو غږ واوري.

د تېرې پنجشنبې په ماښام د معترضو نوماندانو د اعتراض خیمه داسې مهال ټوله شوه، چې امنیي چارواکو خیمې ته څېرمه د یوه ځانمرګي برید پلان شنډولو خبر ورکړ.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوې شپې مخکي یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل په زنبق څلورلارې کې چیري چې معترضو نوماندانو د تحصن خیمه وهلې، ځانمرګی برید وکړي، خو امنیتي ځواکونو بریدګر موخې تر رسیدو وړاندې پیژندلی او نیولی دی.

اسماعیل شاکر – کابل