1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې سیلابونو مرګ ژوبله اړولې ده

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ مرداد ۱۴, دوشنبه

په پلازمېنه کابل کې وروستيو سیلابونو په لسهاو انسانان وژلي او تري تم کړي دي. د دغو کسانو د موندلو له پاره په سروبي ولسوالۍ کي د يکشبنې له ماښام راهیسي عملیات پيل شوي دي. (انځور له ارشیف څخه)

https://p.dw.com/p/19Jy1
The photos shows flood in Kandahar Province of Afghanistan on 10. 09. 2012. The flood has destroyed many homes and killed around 6 people The photos have been sent by our colleague Mohammad Ibrahim Specalai on 11. 09. 2012. All rights belong to DW. Zugeliefert am 11.9.2012 durch Masood Saifullah / Masod Jahish.
Afghanistan Kandahar Überschwemmungenانځور: DW

د سروبي ولسوالۍ سيمه ييز چارواکي وايي چې اوس مهال د افغان ملي اردو، قومي ځوانانو او مرستندویه سیمه يیزو ټولنو له خوا د تري تم شویو کسانو چې شمېره یې شاوخوا ۱۲۰ تنه ښودل شوې د موندلو عمليات روان دي.

د ځايي اوسېدونکو په خبره د شنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کي راغليو سيلابونو سخت تاوانونه اړولي دي.

د محمد جان په نامه د یوې سیل ځپلي کورنۍ سرپرست په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د  دوی د کلي شپیته کوره سیلاب ویجاړ کړي او له هره کوره یو او دوه کسه مړه او یا هم تري تم شوي دي. نوموړي وایي چې د کورنۍ د دوو غړړو مړي یې موندلي دي، خو دوه نور يې د سیل خړو اوبو له ځان سره وړي دي.

هغه وايي اوس کلیوال ننګرهار او لغمان ته روان دي، چې دوی ګومان کوي مړي به اوبو هلته وړي وي: «له یوه کوره چې یې څورلس کسه وړي دي، نو همداسي يي له هر کوره وړي دي، هلته لري د سروبې په بازار کې یو مړی پيدا شوی وو خلکو راته خبر راکړ چې راشه ښایي ستا د کورنۍ وي خو چې ورغلم هغه د بل چا وو، دلته ډيره بده ورځ ده، خلک ډیر خواشیني دي».

تر اوسه په دقیقه توګه نه ده معلومه چې د دغه سیلاب له امله په سروبي کې څومره تاوانونه اوښتي دي، ځکه د سیمي خلکو په وینا هر ساعت له خاورو او خټو مړي را برسيره کیږي. د سیلاب شدت دومره زیات وو چې یو شیمر وني یې له ریښو ایستلي دي او یو شیمر موټر یې هم له ځانه سره وړي دي.

سیمي ته ورغلې د یوې خیریه ټولني غړې شهلا مرتضوي دویچه ویله ته وویل چي سیلاب ځپلي عاجلو مرستو په خاصه توګه پاکو اوبو، خوړو، کاليو او خیمو ته اړتیا لري: «موږ چې دغه سیمي ته راغلو خلک مو ولیدل چې په ډير بد حالت کې دي، ماشومان او ښځو تيره شپه تر شنه آسمان لاندي تیره کړې ده، که هغوی ته مرستي و نه رسول شي دلته به انساني ناورین رامنځ ته شي ځکه له یوه لوري ګرمي ده او له بل لوري د ساري ناروغیو د خپریدو امکان هم ډیر دی.»

د سروبي ولسوالۍ ولسوال، غلام نبي اسحق زي بیا وویل، چې په دغو سیلاوونو کې دیارلس کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوې دي. دی ټینګار کوي د دغو پیښو ډیر قربانیان ښځي او ماشومان دي، چې د شپې له خوا سیلاب په خپلو کورونو کې راگير کړي ول.

په همدې حال کې ویل کیږي چې په خوست کې هم په لسونو کسانو د سیلاوونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. افغان ولسمشر، حامد کرزي هم د وروستیو سیلاوونو د زیانونو په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

د ولسمشرۍ له فتر څخه  د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې حامد کرزي اړوندو پوځي او ملکي چارواکو ته لارښوونه وکړه چې له مصيبت ځپلو کسانو سره بيړنۍ او سملاسي مرستي وکړي او د عامي روغتيا وزارت دي د ټپيانو په درملنه کې جدي پاملرنه وکړي.