1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې فرانسوی رستورانت د ځانمرگي برید هدف وګرځېد

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۱, جمعه

د افغان چارواکو د وینا له مخې په کابل کې یو فرانسوی رستورانت د طالبانو د یو ځانمرگي برید هدف وگرځید. دغه حمله د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ تر سره کیږي چې د یاغیانو د وروستیو حملود دوام نښانه ده.

https://p.dw.com/p/1HWwF
انځور: Reuters/O. Sobhani

د «لې جاردین» په نامه پر یو فرانسوي رستورانت چې څښتین یې یو افغان دی، د ځانمرگي برید د احتمالی مرگ ژوبلو په هکله تر اوسه څه ویل شوي نه دي. د فرانس پرس خبري آژانس په رپوټ کې راغلي دي چې د برید په نتیجه کې یوه ډيره سخته چاودنه اوریدل شوې او په ودانۍ کې اور لگیدلی دی.

د اسوشیت دپرس خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د دغې حملې مسوولیت په غاړه اخيستی دی. د نوموړې ډلې یو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل تویتر کي لیکلي دي: « نن ماښآم پر یو رستورانت حمله وشوه چې د تیری کونکو پورې اړه لري او یو گن شمیر بهرنیان په کې اوسیږي.»

د افغانستان د روغتیا وزارت یو ویاند، اسماعیل غوثي وویل چې یو تن په روغتون کې بستر شوی دی.

دغه حمله یواځې یوه ورځ وروسته له هغې رامینځ ته کیږي چې افغانستان له پاکستان سره د جنوري په یولسمه له پاکستان سره د څلور اړخیزو خبرو اعلان وکړ چې هدف له طالب یاغیانو سره د سولې د خبرو اترو پیل دی.

د کابل د جنايي پولیسو له ادارې څخه فریدون عبیدي د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل:« مونږ په لې جاردین باندي د یو موټر بم ځانمرگي برید پخلی کوو.» هغه زیاته کړه:« مونږ د پیښې په صحنه کې د اور د وژلو هڅې کوو.» د هغه معلومات په کابل کې د یو لویدیځ دیپلومات له خوا هم تصدیق شوي، خو د مرگ ژوبلو د جزئیاتو په هکله یی معلومات نه درلودل.

د رپوټ له مخې امینتي ځواکونو د پیښې سیمه کلابنده کړې او د اور وژنې اطفائیه د رستورانت په لور روانه ده.

دغه حمله یواځې څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان د پوځ پیاوړی او لوړ پوړی چارواکی، راحیل شریف کابل ته لاړ څو د افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین په شمول د افغانستان د سولې د یو هراړخیز پلان پر سر د لومړي دیالوگ لپاره چې په اسلام آباد کې دایریږي، خبری وکړي.

د افغانستان په نظر پاکستان په دې خبرو اترو کې مهم نقش لري ترڅو پر افغان طالبانو باندي له خپل نفوذ څخه کار واخلي او هغوی خبرو اترو ته قانع کړي.

کارپوهان وايي چې د پلازمینی کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې د طالبانو د حملو د لمن د پراخیدو هدف دا دی تر څو په پوځي ډگر کې د لاس ته راوړنو سره د خبرو ترو په میز کې له غښتلي دریځ څخه برخه من وي.

طالبانو د ۲۰۱۴ کال په جنوري کې د «تورنا دو لیبنان» په رستورانت هم حمله کړې وه چې په نتيجه کې ۲۱ کسان ووژل شول، په هغو کې ۱۳ بهرنیان شامل ؤ.