1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې موټر بم برید لږ تر لږه ۷ تنه وژلي دي

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوه موټر بم برید په پایله کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت د ویاند په حواله په دې پېښه کې ډیر شمیر انسانان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3SuoC
Afghanistan Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

دغه برید د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ شوی دی. تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي دي چې ټول وژل شوي ملکي کسان دي.

د کورنیو چارو وزارت د کړيو په حواله یوه ځانمرګي بریدګر په موټر کې چاودیدونکو موادو ته انفجار ورکړی دی. ویل کیږي چې هدف د دولتي موټرو یو کاروان وو.

برید په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې یوازې یو ورځ مخکې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې له پاره د خپلې امادګۍ اعلان وکړ. غني وویل چې د انس حقاني په شمول به د طالبانو درې تنه مهم غړي په مشروط ډول خوشي کړي.

دا درې تنه طالبان په کابل کې د امریکایي پوهنتون د هغو دوو تنو پروفیسرانو په بدل کیږي خوشې کیږي چې د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشت کې له کابل څخه د یونیفورم درلودونکو وسله والو کسانو په وسیله تښتول شوي وو.

افغانستان په پرله پسې ډول د سړي تښتونې او بمي بریدونو د پیښو شاهد وي. د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله چې د اکتوبر په میاشت کې خپور شوی دی د روان کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ د ملکي تلفاتو شمیر په بی ساري توګه لوړ وو.

په همدې موده کې تر ۱۱۷۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نږدې ۳۱۴۰ تنه ټپیان شوي دي. دا چې د تېر کال د همدې موده په پرتله د ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيې. د ملګرو ملتونو سازمان تر ټولو دمخه طالبان د دې زور زیاتیو مسئول بولي.

آژانسونه/ ش.ن/ب.ص