1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي

۱۳۹۵ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

په کابل کې د سه شنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل او ۴۱ تنه نور یې ټپیان کړل. چارواکو ورښانه کړې ده چې چاودنه د افغانستان په سترې محکمې موټر درولو په ځای کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2X6tR
Afghanistan | Anschlag in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې یوه پیاده ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال د سترې محکمې پر کارکوونکو باندې خانمرګی برید وکړ چې هغوی د کار تر ختمیدو وروسته په یوه موټر کې د سپریدو په حال کې وو.

ستره محکمه د کابل د هوایي ډګر او امریکا متحده ایالاتو د سفارت تر منځ د غځیدلي سړک پر سره پرته ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامه روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، ویلي وو چې د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تیره میاشت طالب یاغیانو په کابل کې د پارلمان پر کارکوونکو باندې برید کړی وو چې په پایله کې یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان وو.