1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې چاودنو ۲۵ کسان وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه

په کابل کې په دوو غبرګو چاودنو کې د خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۵ تنه نور بیا ټپیان دي. د پيښه پړه تروريستي ډلي داعش منلې ده.

https://p.dw.com/p/2wtEI
Afghanistan Kabul Doppelanschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د عامې روغتیا وزارت یوه ویاند وحیدالله مجروح ویلي دي چې نن سهار (۲۰۱۸م کال اپريل ۳۰) د کابل په شش درک سیمه کي د ملي امنيت ادارې ته څیرمه دوو چاودنه د یوې نړیوالې رسنۍ د عکاس په گډون ۲۱ کسان وژلي او ۲۷ نور يې ټپیان کړي دي.

بل لوري ته د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي د آلمان خبري آژانس ته د چاودنو په هکله ويلي دي: «لومړني بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټرسایکل د ملي امنیت ادارې یوې امنیتې پوستې ته څیرمه الوزولی دی.»

هغه ويلي دي چي په دغو چاودنو کي د دوو خبريالانو په گډون ۲۵ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپيان شوي دي.

ستانکزي زياته کړې ده چي په دې چاودنو کي د افغان امنيتي ځواک څلور کسان هم وژل شوي دي.

دوهمه چاودنه هغه مهال سوې چي سیمي ته خبريالان رسېدلي دي.
انځور: Reuters/O. Sobhani

تر لومړني برید وروسته، شک کیږي چې دوهم بریدګر د خبریال په توګه ځان د چاودنې سیمې ته رسولی، او د پیښې د پوښښ له پاره د راغلو خبریالانو په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

په کابل کي د دواړو چاودنو مسئوليت داعش وسله والي ډلي منلی دی. يادي ډلي د تلگرام شبکې له لاري په يوه لنډ پيغام کي ويلي دي چي دوی د دوشنبې په ورځ په کابل کي دوې چاودني کړي چي پکښې ۱۱۰ کسان ټپيان شوي دي.

د افغان چارواکو يوه وياند بيا ويلي دي چي په دې چاودنو کي پنځه ځايي خبريالان او يو د فرانسې خبري آژانس عکاس وژل شوی دي.

د فرانسې خبري آژانس بیا په دې پیښه کې د خپل یوه عکاس وژل کیدل تائید کړي دي. د فرانسې خبري آژانس ویلي چې د شاه مری په نامه د دوی یو عکاس د هغو خبریالانو په ډله کې چې د پیښې د پوښښ له پاره یې ځانونه د چاودنې سیمې ته رسولي ول، وو.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټي غړي صدیق الله توحیدي بیا ويلي دي چې په دې چاودنه کې د طلوع تلویزیون یو فلم اخیستونکی هم وژل شوی دی.

د چاودنو سيمه (شش درک) اوس امنيتي ځواکونو کلابنده کړې ده.
انځور: Reuters/O. Sobhani

دغه چاودنه د کابل په مرکزي سیمه یعنې شش درک کې شوې. دغي سیمي ته نږدې د ناټو ماموریت مرکزیت او همدا راز یو شمیر سفارتونه هم پراته دي. د جان اغا په نامه د پولیسو یوه افسر رسنیو ته ویلي دي چې خبریالان زیاتره په دوهمه چاودنه کې وژل شوي. د هغه په وینا په دې چاودنه کې دوه پولیس سرتیري هم ټپیان کړي دي.