1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کې پر يوه مسجد برید شپږ کسان وژلي دي

۱۳۹۵ بهمن ۱۱, دوشنبه

د کاناډا په کېبک ایالت کې د ماښام د لمانځه پر مهال درې تنو وسله والو پر مسجد یرغل کړی او شپږ تنه یې وژلي دي. د کاناډا حکومت د یوه ترهرگر برید خبره کړې ده. د پیښې په تړاو څو شکمن کسان نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/2Wbov
Kanada Tote bei Schießerei in Moschee
انځور: Reuters/M. Belanger

د دغه مسجد د چارو مشر محمد یانگویي، په وینا د ماښام د لمانځمه پر مهال برید کوونکو په کیوبک کې پر اسلامي کلتوري مرکز یرغل کړی او د مسجد د نارینه وو په ساحه کې یې فیرونه کړي دي. د کیوبک پولیسو خبر ورکړی دی چې په دغو ډزو کې شپږ تنه وژل شوي دي او اته کسان نور ټپیان شوي دي. د عیني شاهدانو د رپوټ له مخې د پیښې پر مهال په مسجد کي تر سلو کسان پوري موجود ول.

د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو او د کېبک ایالتي لومړي وزیر فلیپ کوېلراد د یوه ترهگر برید خبره کړې ده. جستن ترودو، په یوه بیانیه کې پر مسجد باندې دغه ترهگر برید غندلی دی. هغه یادونه کړې ده چې «تنوع زموږ یوه پیاوړتیا ده او مذهبي زغم هغه ارزښت دی چې موږ ورته د کاناډایانو په توگه ډیر ارزښت ورکوو.»

د رسنیو د رپوټونو له مخې د برید په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې امنیتي ځواکونو یو کس تر تعقیبیدو وروسته نیولی دی. د ``Le Soleil`` په نوم ورځپاڼې د رپوټ له مخې له یوه نیول شوي کس سره کلاشنکوف وو.

Kanada Tote bei Schießerei in Moschee
انځور: Reuters/M. Belanger

د پولیسو ویاند دیوید پویترس، تیر ماښام ناوخته وویل چې «وضعیت تر کنترول لاندې دی. چار چاپیره سیمه خوندي ده او موږ ټولې ودانۍ خالي کړي دي.»

یوه عیني شاهد «ریډیو کاناډا» ته ویلي دي چې دوو نقاب لرونکو کسانو پر ودانۍ باندي هجوم وروړی او پر عبادت کوونکو باندې یې په داسې حال کې فیرونه وکړل چې د «الله اکبر» نعرې یې وهلې.

په کېبک کې په اسلامي کتلوري مرکزي کې تیر کال هم یوه بله پیښه رامنځ ته شوې وه. د ``Le Devoir`` په نوم ورځپاڼې د رپوټ له مخې تیر کال په روژه کې د روژه مات پر مهال نامعلومو کسانو د مسجد مخې ته د یوه خنځیر سر ایښی وو.

د کېبک ایالتي لومړي وزیر فلیپ کوېلراد د پیښې له قربانیانو سره خواخوږي ښوولې ده. هغه د ټویټر په خپل پیغام کې لیکلي دي چې کیوبک په زغرده وحشي تاوتریخوالي ردوي. هغه په دغه پیغام کې د کیوبک له مسلمانانو سره پیوستون هم څرگند کړی دی.

نور مطالب: