1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کانگو کې د مخالف گوند د مشر د نيولو حکم شوی دی

۱۳۸۶ فروردین ۳, جمعه

د کانگو په پلازمېنې کينشاسه کې سختې جگړې روانې دي. په دې ترڅ کې د نوموړي هېواد لوی څارنوال د مخالف گوند د مشر ژن پيېر بېمبه د نيولو آمر کړی دی. د خپلمنځي جگړو په ترڅ کې د مليشو نوموړی مشر په کينشاسه کې د سهيلي افريقا په سفارت کې پټ شوی دی

https://p.dw.com/p/DKEy
په کانگو کې د مخالف گوند مشر ژن پيېر بېمبه
په کانگو کې د مخالف گوند مشر ژن پيېر بېمبهانځور: AP Photo
خو د کانگو لوی څارنوال موکنده زياته کړه چې »دی به تعقيب کړای شي، هر چيري چې وي«. د بېمبه د وسله والو گوندي ملگرو او د دولت تر منځ نښتې د پنځ شنبې په ورځ پيل شوې وې. په بېمبه باندې د ملي خيانت تور لگول کېږي، ځکه چې ويل کېږي ده خپلې مليشې رامنځ ته کړي دي او هڅولي يې دي تر څو لوټ او تالان پيل کړي.