1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کانگو کې سل زره کډوالو ته د مرستولو رسول بند شوي دي

۱۳۹۱ آذر ۴, شنبه
https://p.dw.com/p/16pBa

د کانگو دموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د ملگرو ملتونو شنو خولیو سرتیرو، ۷۰ تنه د یاغیانو څخه ژغورلي او یوې امن لرونکي سیمې ته یې انتقال کړي دي. د کانگو د دولتي سرتیرو او د M23 په نوم د یاغیانو د ډلې تر منځ د دغه سیمې د کنترولولو له پاره جگړه ادامه لري. د ملگرو ملتونو د سولې ساتي ځواک ویاند کیران دویر، ویلي دي چې دغه ۷۰ تنه د یوه هوایي پل په واسطه د ملگرو ملتونو مقر ته انتقال شوي دي.

د ملگرو ملتونو د ویاند په وینا یاغیان د کانگو هیواد نورو ولایتونو ته د پرمختگ په حال کې دي. د دغه ویاند په وینا د دولتي سرتیرو او یاغیانو تر منځ د جگړې له امله شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته چې د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي د مرستو رسول قطع شوي دي. تر اوسه د کانگو دولت له یاغیانو سره خبرې اترې ردوي. د ملگرو ملتونو د څیړونکو د ارزیابې له مخې دغه یاغیان د روانډا او یوگانډا د هیوادونو ملاتړ له ځانه سره لري.