1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاپيسا کي ځانمرگي ۱۲ تنو ته مرگ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

له سيمي څخه دويچه ويله ته عيني شاهدانو د ټليفون پر ليکه وويل چي بريد کونکي په موټر سايکل سپور وو او د پوليسو په يوه ګڼه ګوڼه کي يي ځان والوزاوه.

https://p.dw.com/p/11aR9
د کاپيسا ولايت د يوې بلي پيښي انځور
د کاپيسا ولايت د يوې بلي پيښي انځورانځور: AP

پوليس او ولسي خلک د پيښي قربانيان ښودل سوي. کاپيسا هغه ولايت دي چي د طالبانو د حکومت له پرزيدو وروسته تر تيرو څو کلونو پوري دغلته امنيتي حالت تر ډيره بريده خوندي وو خو يوازي په تګاب او اله سي ولسوالۍ کي يي وخت ناوخت د جنګ جګړو رپوټونه ورکول کيدل.

خو په مرکز محمود راقي کي دغه بريد په خپل ډول کي په تيره يوه لسيزه کي بي ساري وو.

په کاپيسا ولايت کي چي د افغانستان د پلازمېني شمال په ۱۶۰ کيلومترۍ کي پروت دی د طالبانو په پرتله د ګلبدين حکمتيار ډله ډيره فعاله ده.

د کاپيسا د والي د دفتر مشر صبور وفا له چاودني نيمه ګړۍ وروسته دويچه ويله ته د ټلفيون پر ليکه وويل چي بريد د والي د دفتر مخي ته تر سره شوی دی.

د نوموړي په وينا چي ټاکل سوي وه د فرانسي د حکومت يوه عالي رتبه ډله له والي سره وګوري چي په ډله کي يې په کابل کي د فرانسي سفير هم شامل وو.

خو د ښاغلي وفا د وينا له مخي چي چاودنه له ناستي دمخه تر سره شوې او يوازي مرګ ژوبله کورنيو ځواکونو او ولسي خلکو ته اوښتې ده.

نوموړي وويل چي په پيښه کي اته تنه وژل شوي چي شپږ يي ولسي خلک او دوه يي پوليس سرتيري دي او په ژوبلو شويو کسانو کي هم دوه پوليس او دوه ولسي کاپيسا وال شامل دي.

د کاپيسا په ملکي روغتون کي موظف ډاکټر بدرالجمال دويچه ويله ته وويل چي تر اوسه پوري دوی ته څلور زخميان او اوه مړي ور وړل سوي دي، چي زيات يې ولسي وگړي دي.

عيني شاهدان وايي چي دغه پيښه دقيقاً هغه مهال رامنځ ته شوه چي بريد کونکي غوښتل د والي دفتر ته ننوزي خو محافظينو پرې ډزي وکړې او د ولايت په خوله کي يې ځان وچاوده.

د هارون زرغون په نامه د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي ګوند يوه وياند له ناڅرګنده ځايه افغاني رسنيو ته وويل چي، دغه بريد د دوی د يوه وفادار جمعه گل له لوري تر سره شوی.

د زرغون د وينا له مخي، په دې بريد کي يې لس فرانسوي او کورني عسکر وژلي او د هغوی يو شمير موټران يې تخريب کړي دي. دا هغه وينا ده چي د کاپيسا ولايتي اداره يي نه مني.

د يادولو وړ ده چي په کاپيسا ولايت کي د فرانسې د ولايتي بيارغاوني ټيم ماموريت پرمخ بيايي. د دغه هيواد په سلګونو عسکر له څو کلونو راهيسي په کاپيسا کي ديره دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل