1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کجکي کي د ۱۷ انسانانو سرونه پرې سوي دي

۱۳۹۱ شهریور ۶, دوشنبه

د هلمند ولايت چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو د ۱۷ تنو ملکي وگړيو څخه سرونه پرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/15x7i
انځور: AFP/Getty Images

د دغه ولايت د والي وياند داود احمدي له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په تليفوني مرکه کي وويل، چي دغه کسان چي دوې تنې ښځي او ۱۵ تنه نارينه دي له دولت سره د همکارۍ په تور وژل سوي دي.

دغه پيښه د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د اگست ۲۶) د کجکي ولسوالۍ د شاه کاريز په سيمه کي سهار وختي را منځته سوې ده.

د احمدي په خبره د دوی د استخباراتي معلوماتو له مخي دغه کسان د دولت سره د همکارۍ په تور وژل سوي دي:«دغو ملکي خلکو هيڅ ډول اړيکي له دولت سره نه درلودل.»

په لومړي سر کي له دغي ولسوالۍ څخه داسي اوازې خپرې سوې، چي گويا دغه ملکي وگړي به د هغو درو تنو طالب قوماندانانو د وژني په پېښه کي په لاس لرلو وژل سوي وي، چي دوې ورځي مخکي د دولت او ائتلافي ځواکونو په گډو عملياتو کي ووژل سول.

خو احمدي وايي، چي نه دا پيښه له هغه سره هيڅ تړاو نه لري، ځکه په خبره ئې دغه سيمه له هغه ځايه څخه ډيره ليري ده، هغه درې تنه طالب قوماندانان چي پکښي وژل سوي دي هغه د موسي کلا ولسوالۍ سيمه ده.

داسي اوازې هم وې، چي گويا دغه خلک په کلي کي په يوه مېله کي سره راټول سوي ول، او هلته ئې موسقي اورېده. خو احمدي دا ټولي خبري ردوي او وايي، چي دغه کسان يوازي او يوازي له دولت سره د همکارۍ په تور وژل سوي دي.

د هلمند د والي وياند وايي، چي په دغو سيمو کي له څو ورځو راهيسي تصفيوي عمليات پيل سوي دي او خلک له دولت سره په دې برخه کي همکاره دي:

«ددې له پاره چي خلک له دولت سره همکاري و نه کړي وسله والو طالبانو دغه کار کړی دئ.»

په دې وروستيو څو مياشتو کي د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي د وسله والو طالبانو په وړاندي ولسي پاڅونونه پيل سوي دي، او داسي ويل کيدل چي ډير ژر به د هلمند ولايت په يو شمېر سيمو کي هم دغه شان پاڅونونه پيل سي.

احمدي هم دغه خبري ته اشاره کوي او وايي، چي دلته هم وسله وال طالبان له دولت سره د اولسي خلکو همکاريو ته په کتو سره دا ويره لري، چي دلته به هم د دوی په مخ کي خنډونه پيدا سي.

هغه وايي:«د دغه ډله ييزي وژني يو عامل دا هم کيدای سي چي وسله والو طالبانو په سيمه کي د وحشت خپرولو په خاطر دغه کسان وژلي وي.»

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

بله خوا د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې باندي په يرغل کي لس تنه پوځيان وژل سوي دي او څلور تنه نور ټپيان سوي دي. په هلمند کي د پوليسو يوه قوماندان محمد اسماعيل هوتک ويلي دي، چي شپږ تنه عسکر نور ورک دي.

ددې پيښي پړه طالبانو پر غاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي، چي په دغه يرغل کي ئې د دولت د امنيتي ځوااک ۱۶ تنه وژلي دي، او ډيري وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي. دغه خبري د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د تليفون پر ليکه په سيمه کي د dpa خبري اژانس ته کړي دي.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض