1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراماتورسک، کې پر بیلتون غوښتونکو فشار

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د اوکراین په ختیځ ښار کراماتورسک، کې روسي پلوه فعالان کابو له ټولو دولتي ودانیو څخه ایستل شوي دي. ویل کیږي چې کیف د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې سی آی اې او د پولیسو د فدرالي ادارې اف بي آی له ملاتړ څخه برخمن دی.

https://p.dw.com/p/1BtWC
انځور: Reuters

د اوکراین د حکومت د معلوماتو له مخې د کراماتورسک، په ښار کې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو پر وړاندې په تعرضي عملیاتو کې اوکرایني ځواکونو شپږ بیلتون غوښتونکي وژلي او نور ۱۵ یې بیا ټپیان کړي دي. په کیف کې مشرۍ خبر ورکړی دی چې حکومتي قطعاتو د دوه ورځنې جگړې په ترڅ کې په دغه ښار کې کې روسي پلوه بیلتون غوښتونکي کابو له ډولو دولتي ودانیو څخه ایستلي دي.

د روسي پلوه «ولسي ملیشي» په نوم ډلې ویاند دا خبره تائید کړې ده چې اوس یوازې یوه ودانۍ د بیلتون غوښتونکو په ولکه کې ده. د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو یوه تن ویاند د شنبې په ورځ ویلي دي چې دوی په گاونډي ښار سلاویانسک، کې د خنډونو په جوړولو سره د اوکراین د حکومتي ځواکونو پر وړاندې د جگړې له پاره چمتووالی نیسي. هغه د اوکراین خبري آژانس «اونیان» ته ویلي دي چې «د ښار په څنډو کې حکومتي ځواکونه له ټانکونو سره راټول شوي دي. موږ د یوه هجوم په وروړلو باندې تمرکز کوو.»

د دونڅیک، ښار په مرکز کې نقاب لرونکو وسلوالو کسانو د شنبې په ورځ د اوکراین د استخباراتي ادارې اس بي یو، ودانۍ اشغال کړې ده. زیاته شوې ده چې پولیسو پر هغوی باندې برید نه دی کړی. دغه راز ویل شوي دي چې د گورلوکا په ښار کې هم نقاب لرونکو فعالینو په یوې حکومتې ودانۍ باندې هجوم وړی دی.

په اودیسه کې ویر

د اوکراین په جنوبي بندري ښار اودیسه کې لارویانو د کارگري اتحادیو د ادارې د ودانۍ په مخ کې د گلانو گیډۍ کېښودلې. سر بیره پر دې د روغتونونو پر وړاندې د عامو خلکو اوږدې لیکې لیدل شوي دي چې غوښتل یې خپله وینه ورکړي. په اودیسه کې د لږ تر لږه ۴۶ کسانو د وژل کیدو وروسته د اوکراین موقت ولسمشر الکساندر تور چینوف، په ټول هیواد کې یو دوه ورځنی عمومي ویر اعلان کړی دی.

تورچینوف ویلي دي: «د می دوهمه د اوکراین له پاره یوه غمجنه ورځ وه.» هغه زیاته کړې ده چې د هغو امنیتي ځواکونو یادون هم باید وشي چې د اوکراین په ختیځ کې یوه ورځ مخکې د روسي پلوو فعالینو پرضد «د ترهگرۍ ضد عملیاتو» کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. تورچینوف په خپلو یادونو کې ټینگار وکړ: «موږ له دې غمیزې څخه چې بېله شکه د یوې بهرنۍ لمسونې له امله رامنځ ته شوې ده، باید یوه سمه نتیجه واخلو. د دې لمسونو عاملین به هرو مرو جزا ویني.»

آلمانۍ ورځپاڼه: له کیف سره د CIA او FBI مرستې

د یوی آلمانۍ ورځپاڼې «بیلد ام زونتاگ» د معلوماتو له مخې د اوکراین موقتي حکومت ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرني او کورني استخباراتي ادارو CIA او FBI یو گڼ شمیر متخصصین سلا مشورې ورکوي. نوموړې ورځپاڼې د آلمان د امنیتي کړیو په حواله په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو دغه استخباراتي مامورین د واشنگټن په هدایت د اوکراین له حکومت سره مرسته کوي چې څرنگه د هیواد په ختیځ کې روان بغاوت ته د پای ټکی کښیږدي او یو فعال امنیتي ارگان په پښو ودروي.

ویل شوي دي چې البته دغه اجنټان د اوکراین په ختیځ کې د روسي پلوو ملیشو ضد عملیاتو کې برخه نه لري. د هغوی ماموریت یوازې په پلازمینې کیف پورې محدود دی. د متحده ایالاتو کورني استخبارات، اف بي آی د اوکراین له حکومت سره په دې برخه کې مرسته کوي چې څرنگه د جنایي جرایمو پر ضد مبارزه وکړي.