1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کراچي کي سختي گرمۍ ۱۲۲ انسانان وژلي»

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۱, دوشنبه

په پاکستان کې د گرمۍ سختي څپې په لسونو انسانان وژلي دي. پر دې سربيره د برېښنا نشتوالی هغه ستونزه ده چې د دغه هیواد په ځینو برخو کې یې د اوبو د رسولو سیستم فلج کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FkaX
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د سختي گرمۍ له کبله د پاکستان په ستر ښار کراچۍ کې ډېرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دغه ښار کې د شنبې او یکشنبې په ورځو د تودوخې درجه تر۴۶ سانتي گرادو پوري رسیدلې وه.
د یکشنبې په ورځ په دغه ښار کي د ۴۵ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی وو، خو په کراچي ښار کې ځایي سرچیني دغه شمیر ۱۲۲ تنه ښيي.
د پاکستان د سندهـ ایالت، د روغتیايي چارو سیکرتر سعید منگنیجو، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د شنبې له ورځې راهیسې په کراچي کې ۱۱۴ انسانان گرمۍ وژلي، او د سندهـ ایالت په درو ولسوالیو کې اته کسانو نورو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
د سندهـ ایالت په مرکز کراچي ښار کې د «جناح هسپتال» یا روغتون د عاجل سرویس مشر ډاکټر سیمین جمالي ویلي دي چې د سختي گرمۍ له کبله تر سلو زياتو کسانو د شنبې له ماښام راهیسې په روغتون کې سا ورکړې ده. د گرمۍ دغه څپه په روژې میاشت کې راغلې ده چې د مسلمانانو د ورځي ډېره برخه روژه وي.
د اوبو کمښت
په کراچي ښار کې چې نزدې ۲۰ ميليونه انسانان اوسېږي د گرمۍ سخته څپه د بریښنا له قطع کیدو سره مل وه او له دې کبله په ځینو برخو کې احتجاجونه هم شوي دي. د پاکستان د اوبو رسولو دولتي ادارې ویلي دي چې په کراچي ښار کې د بریښنا د قطع کیدو له کبله د ښار په سویلي برخه کې د اوبو رسولو سیستم هم اغیزمن کړی دی او مصرفوونکو ته یې د میلیونونو گیلنه اوبو رسولو مخه نیولې ده.
په عین وخت کې د کراچۍ پوهنتون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د تودوخي د لوړي درجې له کبله دوی په پام کې لري چې د پوهنتون آزمویني نزدې یوه میاشت وځنډوي.
د ژغورونکي ډلي یوه کارکوونکي معراج احمد، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې پر دې سربیره د سندهـ ایالت په سویلي برخه کې هم په لسونو کسان د ستومانۍ له کبله مړه شوي دي.
پر دې سربیره په پنجاب ایالت کې هم د گرمۍ له کبله د انسانانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.
په سویلي آسیا کې نزدې هر کال سخته گرمي د زرونو انسانانو ژوند اخلي. نزدې يوه میاشت دمخه د هند په سویلي ایالتونو کې د سختي گرمۍ له کبله تر۲۰۰۰ زیاتو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.