1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچۍ کې چاودنې شپږ کسان تپیان کړل

۱۳۹۱ فروردین ۱۷, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14Y5b

د پولیسو د وینا له مخې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې نن یوځانمرګی برید چې هدف ئې د پولیسو یو چارواکی وو تر سره شو. په دغه برید کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د پولیسو لوړ پوړي چارواکي راوو انور، د فرانس پرس خبری آژانس ته ویلي دي چې دغه برید د هغه پر ضد بندوبست شوی وو. هغه زیاته کړې ده: «له څو میاشتو را په دې خوا د نا معلومو ترهګرو له خوا ماته ګواښ کیده.»