1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کرزي د بريد په تړاو اوه تنه ونيول شول

۱۳۸۶ خرداد ۲۱, دوشنبه

افغاني چارواکو اوه تنه په غزني کې په افغان ولسمشر حامد کرزي باندې د بريد په تړاو نيولي دي. دغه څرگندونې د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري په کابل کې وکړې.

https://p.dw.com/p/DK9a
د غزني ښار
د غزني ښارانځور: Pahjwok Afghan News
ښاغلي کرزي د يکشنبې په ورځ د غزني په اندړو کې د قومي مشرانو او د سيمې د نورو اوسېدونکو په وړاندې وينا کوله په داسې حال کې چې د غونډې څخه دوه سوه متره ها پلو توغندي ولگېدل. په دې بريد کې هيچا ته زيان نه دی رسېدلی. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند ښاغلي زمري بشري اوس ويلي دي چې د پېښې په تړاو يې اوه تنه په يو نژدې پراته کلي کې نيولي دي، خو نور جزيات يې ورنه کړل. عيني شاهدان وايي چې درې تر شپږو پورې توغندي په سيمه کې لگېدلي دي په داسې حال کې چې طالبان د دولسو راکټونو د توغولو ادعا کوي. دا درېيم ځل دی چې پر ولسمشر کرزي باندې بريد کېږي. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تام کونيگس او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف دغه پېښه په کلکه غندلې ده.