1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په کرونا د اخته کيدو د مخنيوي له پاره د پزې نوي سپرې

۱۳۹۹ مرداد ۲۴, جمعه

امريکايي کارپوهانو د پزي يو ډول سپرې وړاندې کړې ده چې په خبره يې کولای شي د بدن تنفسي دستګاه ته د کرونا ويروس د ننوتلو مخه ونيسې. د دغه درملو اغيز تر ۲۴ ساعتونو پوري وي. يو آلمانی پروفيسر هم له دغه ټيم سره همکاري کوي.

https://p.dw.com/p/3gxy5
Frau mit Nasenspray
انځور: Colourbox

د «يوسي سان فرانسيسکو» ډلې کارپوهانو يوه څيړنه تر سره کړې. د دغې څيړنې نتايج يې په علمي پلاتفورم (بيوريکسويف) کي خپاره کړي دي چې د پزې يوه نوې سپرې يې معرفي کړې ده. د هغوی په خبره دغه سپرې کولی شي په کرونا ويروس د اخته کيدلو مخنيوی وکړی.

د آلماني رسنيو د رپوټ له مخي آلماني بيوشيمست پتر والتر چې د برلين ښار اوسيدونکی دی هم په دغه څيړنه کې کار کوي. پروفيسر والتر په دې هکله وايې: «موږ نوي ډول درمل(ايرونابز) معرفي کړل.»

هغه د آلمان له (آې ار ډي) تلويزون سره د دغه درملو په اړه داسي وضاحت ورکوي: «موږ د نويو درملو له پاره دغه نوم غوره کړ. ځکه د دغه درملو ماليکولونه مو په انروسل(په هوا کې معلقې ذرو) باندې بدل کړل. په دې ډول موږ وکړای شوای د وريځو په څير يو غبار توليد کړو چې د ساه اخيستلو په حالت کې کولی شي په ژوره توګه سږو ته داخل شي. هلته د دغو درملو ماليکولونه کولی شي، مخکې له دې چې د بدن حجرو ته ويروس ننوزي، پرې حمله وکړې او له منځه يې يوسې.»

پروفيس والتر چې تر اوسه څو ځلي د طب په برخه کې د نوبل جايزي له پاره نوماند شوی، هيله مند دی چې ددغه درملو څخه استفاده به وکړای شي ۲۴ ساعتونه د بدن محافظت وکړي.

پروتينې ماليکولونه چې په پام کې ده ويروسونه تيرباسې

د والتر علمي ټيم په ازمايشګاه کې د پروتينو مصنوعي ماليکولونه توليد کړي چې په اصطلاح د اندازه شويو حجرو په څير دي. دغه مصنوعي ماليکولونه کولی شي، د ناروغۍ لاملونه په يو ډول تيرباسي.

دغه ډيري کوچنۍ حجرې د ځينو اوښانو او لاما اوښانو په بدن کې هم ليدل کيږې. دغه کارپوهان کوښښ کوي چې د کرونا ويروس د تاج په ډول پاسنۍ سطحي باندې دغه ماليکولونه ونښلوي او له دې لارې يې غيرې فعال کړي. والتر وايې:«دغه ماليکولونه د اتصالي نقطو درلودونکي دي چې د هغې له لارې کولی شي په ويروس پورې ونښلې.»

هغه زياتوي چې دغه ماليکولونه له ويروس سره د نښتلو وروسته هغه نه پريږدي او په دي ډول ويروس په کامل ډول غيري فعال کيږې.

د دغي څيړنې د نتايجو اغيزمنتوب روښانه کولو په اړه پروفيسر والتر د انسان په بدن کې د کرونا ويروس د تکثر مراحلو او د کوويد ۱۹ ناروغۍ ته اشاره کوي او وايې چې دغه ويروس د پزې د سورو له لاري بدن ته داخليږې. هلته د انسان پر حجرو حمله کوي او د سږو تل ته ښکته کيږې، له هغه ځايه بيا په تکثر پيل کوي.

دغه پروفيسر ټينګار کوي: «تر هغه وخته چې موږ وکړای شو ويروس د پزې په سورو کې تم کړو، دغه درمل به ښه عمل وکړي. دا هغه څه دي چې موږ ورته هيله من يوو او د عملي کولو له پاره يې پروګرام جوړه وو.»

د والتر په اند دغه درملو يوه بله ښيګنه د توليد څرنګوالي دي او هغه وايې چې د دغو درملو توليد د انسولينو په څير دې.

د پروفيسر والتر په خبره که چيري (ايرو نابس) په باليني ازموينو کي خپل اغيز ښکاره کړي، نو امکان لري چې په راتلونکو څوو مياشتو کې بازار ته وړاندي شي. دغه کارپوه زياتوي: «موږ له توليد کوونکو سره د خبرو په حال کې يوو.»

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل