1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمیر کې د جهاد خلاف خبرداری: ځینو کړیو یې هرکلی کړی

۱۳۹۸ شهریور ۲۹, جمعه

د کشمیر ملتپاله ګوندونو، د خپلواکۍ ملاتړو سیاسي سازمانونو او یو شمیر پاکستاني سیاسي ګوندونو د پاکستان د لومړي وزیر د دې اعلان هرکلی کړی دی چې حکومت به هیڅوک پرې نه ږدي چې په کشمیر کې د جهاد له پاره تر کنترول کرښې واوړي.

https://p.dw.com/p/3PwoP
Grenze zwischen Indien und Kaschmir Soldaten
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه نیټه ویلي ول چې هر هغه څوک چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر ته د جهاد له پاره ځي، هغه به د کشمیریانو او پاکستانیانو تر ټولو لوی دښمن وي. د هغه په خبره «دغه ډول هر اقدام به له کشمیریانو سره د سترې دښمنۍ په معنی وي او هند به په دې پلمه پر کشمیریانو نور ظلمونه وکړي.»

ځیني انتقاد کوونکي وایي چې له ۱۹۸۸م کار وروسته دا د پاکستان د کوم صدراعظم لومړۍ څرګندونې دي چې په واضح ډول یې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې په ښکاره او ډانګ پیلې توګه د جهاد مخالفت کړی وي. پر اسلام آباد دا تورونه هم لګیږي چې له ۱۹۸۸م کال څخه نیولی تر وروستیو کلونو پورې یې په کشمیر کې د جهادي ډلو ټپلو ملاتړ کاوه.

پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او ویلې يې دي چې دوی د کشمیریانو یوازې اخلاقي او په سفارتي ډګر کې ملاتړ کړی او د کومې ترهګرې ډلې ملاتړ یې نه دی کړی.

Karte Infografik The Kashmir conflict - disputed territories

د جمو کشمیر لبریشن فرنټ، دریځ

که څه هم د لومړي وزیر عمران خان پر دغه دریځ باندې په پاکستان کې ځینۍ کړۍ حیرانې دي، خو یو شمیر یې بیا هرکلی هم کوي. د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د ټولې کړکیچنې سیمې د خپلواکۍ له پاره فعالیت کوونکي د جمو کشمیر لبریشن فرنټ، مشر ډاکټر توقیر ګیلاني، د دویچه د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ خو تل دا خبره کړې ده چې د جهادیانو په مداخلې سره د کشمیریانو هلو ځلو ته زیان اوښتی دی. هند له دي څخه په استفادې سره زموږ د آزادۍ هلې ځلې بدناموي. موږ د دې وینا هرکلی کوو خو باید دولتي پالیسي هم وي او یوازې د عمران خان بیانیه نه وي.»

د مالي اقدام کاري ډلې فشار

پاکستان دا مهال د مالي اقدام کاري ډلې (اف اې ټي اف) تر فشار لاندې هم دی، چې په خپله خاوره کې باید د ترهګرو ډلو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي. د دې شرط د نه پوره کیدو په صورت کې ښایي پاکستان د دغه سازمان په تورلېست کې شامل شي.

کشمیري پروفیسر خلیق په آند په اصل کې همدا فشار هغه علت دی چې عمران خان یې دغه ډول څرګندونو ته مجبور کړی دی: «اوسمهال که کوم پاکستانی د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته ولاړ شي او جهاد وکړي، نو هند به یې ونیسي او نړۍ ته به یې وښيې چې پاکستان دا ډول ترهګري کوي، چې پاکستان ته به ډیرې ستونزي راولاړي کړي.

له دې کبله به مالي ستونزې هم لا ډیرې شي. پاکستان اوس دا تأثر نه ورکول غواړي چې د کومې جهادي ډلې ملاتړ کوي، ځکه چې له دې کبله پر اسلام آباد بندیزونه وضع کیدی شي.» نوموړی زیاتوي چې دغه څرګندونې مثبتې دي او باید د دولتي پالیسۍ په توګه وګرځول شي.

په پاکستان کې ځینې داسې کړۍ هم شته چې عمران خان پر دې تورنوي چې د کشمیر پر سر یې معامله کړې ده. د پاکستان د پيپلز ګوند سیاستوال آیت الله دراني وايي چې داسې بریښي چې د کشمیر د ستونزې یو حل لاره راایستل شوې ده ځکه د جهاد د ختمیدو خبرې کیږي.

اسلام آباد میشتی شنونکی ایوب ملک، وایي چې په اوسني حالاتو کې د امن په هکله خبرې کوونکي کم دي: «که چیرې جهادي ډلې له پاکستانه د جهاد غږ پورته نه کړي، نو د اوسنۍ ترینګلتیا له کمیدو سره به تر یوه حده مرسته وکړي. خو د جهادیانو د مداخلې په صورت کې هند هم بشپړ ځواب ښوولی شي.» نوموړی په دې آند دی چې د احساساتو پر ځای باید د ستونزې سوله ایز حل ولټول شي.

عبدالستار، اسلام آباد