1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په کليفورنيا کي بيا سخت اور بل سوی

۱۳۹۶ مهر ۱۸, سه‌شنبه

په کليفورنيا کي د ځنگلونو او څرځايونو په اور اخيستنه کي تر اوسه ۱۰ کسان وژل سوي دي. امريکايي چارواکو ويلي دي چي اور تر اوسه ۱۰زره انسانان بې کوره کړي دي. په ډېرو سيمي کي دوکانونه او کورنه سوځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/2lYEw
USA Kalifornien Waldbrände Großbrand
انځور: picture-alliance/AP/J. Chiu

د امريکايي چارواکو په خبره، دغه اور چي د دوشنبې په ورځ د کليفورنيا ايالت په شمال کي لگېدلی نور هم زور اخيستی دئ. دوی ويلي دي چي تندو بادونو اور نور هم پراخ کړی او د کنترول چاري ئې سختي کړي دي.

د کليفورنيا په ډيرو سيمو کي ښووځي او ملکي ادارې رخصت سوي دي. دغه سيمه چي اور پکښې لگېدلی د کليفورنيا د شرابو جوړولو مشهوره ځای دی.

چارواکو اعلان کړی دی چي نژدې ۱۵۰۰ ودانۍ سوځېدلي او تر ۲۰ زيات انسانان د اور له ځای تښتېدلي دي.

د کليفورنيا پوليسو د تويتر له لاري ويلي دي چي په سونوما سيمه کي اور ۷ کسان وژلي دي. د راپورونو له مخي په ناپا او مندوسينون سيمو کي هم درې کسان اور وژلي دي.

تندو بادونو د اور کنترولولو چاري سختي کړي
انځور: picture-alliance/Zuma/J. Gritchen

بېړنی حالت

د کليفورنيا والي جري براون، د دغه ايالت په ناپا، سونوما او يوبا سيمو کي بېړنی حالت اعلان کړی او لارښوونه ئې کړې ده چي ټول کسان دې ووځي.

د امريکا په لوېديځ کي د ځنگلونو اور اخيستل ډېره اوږده سابقه لري. په تيرو مياشتو کي د ټکنده گرمۍ له لاسه د کليفورنيا ايالت په مختلفو سيمو کي اورونه بل سوي او سخت تاوانونه ئې اړولي دي.

په کليفورنيا کي د اوسنۍ اورلگېدني اصلي علت لا تر اوسه پوري روښانه نه دئ.

زموږ له ارشيف څخه: