1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کشیش چې افغان مهاجر سره يې مرسته کړې تر قضايي تحقيق لاندې دی

۱۳۹۶ شهریور ۱۳, دوشنبه

د آلمان د بايرن ايالت یو څارنوال له هغه کشیش یا پادري څخه تحقيقات کوي چې له يوه اخراجيدونکی افغان مهاجر سره یې مرسته کړې وه.

https://p.dw.com/p/2jJDn
BdT Dänische Königin weiht Schlosskirche Wittenberg ein
انځور: picture-alliance/AP/J. Schlueter

د آلمان د بايرن ايالت څارنوال يو ځل بيا د کليسايي پناه غوښتنو په چارو کې پخوانی همغږی کوونکی شتيفن تئو رايشل تر قضايي تحقيق لاندې نیسي. تيره اوونۍ يو ۲۳ کلن افغان مهاجر له اتو مياشتو وروسته له کليسا څخه ووت او رايشل له دغه افغان مهاجر سره په کلیسا کې مرسته کړه وه. 

د يکشنبې په ورځ تئو رايشل د پروتستانت خبري آژانس ته وویل چې دا دريم ځل دی چې تر قضايي تحقيق لاندې نيول کيږي، خو په وينا يې دا ځل تحقيق نوي اړخونه لري. دا لمړی ځل دی چې رايشل د کليسايي پناه غوښتنې په چارو کې د همغږي کوونکي په توګه د خپلې پخواني دندې په تړاو تر پوښتنو ګرويږنو لاندې نيول کيږي.

رايشل د بايرن ايالت په شمال کې يوې کليسا ته مشوره ورکړې وه چې يو افغان مهاجر ته چې افغانستان ته اخراجيدونکی وو، پناه ورکړي.

د رايشل مسؤلې پلټونکې ادارې دهغه په هکله د پلټنو دليل ذکر کړی دی. دغې ادارې ويلي دي چې د رايشل نوم د بايرن کلیسا لخوا د آلمان د کډوالو او پناه غوښتنې ادارې ته په يوه رسمي استول شوي مکتوب کې ليکل شوی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د آلمان د مهاجرت ادارې او کليسا تر منځ د شوي توافق له مخې، کليساوي بايد د کلیسايي پناه غوښتنو موارد په رسمي توګه د مهاجرت او پناه غوښتونکو له ادارې سره شريک کړي.

خو رايشل په دې اړه وویل: « زه د پلټنو دغه نوی ډول د منلو وړ نه ګڼم.» هغه زیاتوي چې تر ټوله د مخه دا له دې امله د منلو وړ نه دي چې د بايرن ايالت صدراعظم هورست زيهوفر، د اګست مياشتې په نيمايي کې د کليسايي پناه غوښتنې په اړه نرمښت ښکاره کړی وو.

بايرن، د آلمان د نورو ايالتوو په پرتله د هغو کسانو پر وړاندې سخت سياست غوره کړی کوم چې د کليسايي پناه غوښتنې په چارو کې کار کوي.

د رايشل د څرګندونو له مخې د بايرن ايالت څارنوالانو د روان کال تر جولای مياشتې پورې د کاتوليک او پروتستانت په کليساو کې د کليسايي پناه غوښتنو په تړاو د قضايي تحقيق له سلو زياتې قضيې تر لاس لاندې نيولي دي. خو د آلمان د نورو ايالتونو په کليساو کې بيا برعکس دا ډول قضايي تحقيقات معمول ندي.