1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کمبوچيا کي د سره خمير د يوه مهم غړي د محاکمې حکم اعلانيږي

۱۳۸۸ آذر ۲, دوشنبه

نوموړي 67کلن دوخ د سره خمير دمجموعاً پنځو مخکښانو له ډلي څخه لومړی سړی دی، چي محاکمه شوي دي. دی بايد د جګړي دجنايتونو او د بشريت په وړاندي جنايت له امله ځواب ووايي...

https://p.dw.com/p/KdPE
«زه په نوموړي بنديخانه کي په شويو جنايتونو په تيره بیا د کړولواوشکنجو او د اعدامونوپه برخه کي په خپل حقوقي مسوليت باندي پوهيږم»
«زه په نوموړي بنديخانه کي په شويو جنايتونو په تيره بیا د کړولواوشکنجو او د اعدامونوپه برخه کي په خپل حقوقي مسوليت باندي پوهيږم»انځور: AP

دسره خمير د حکومت په وخت کي چي له 1975کال څخه يي تر1979کاله پوري دوام درلود په کمبوچيا کي دوه مليونه کسه د اعدامونو، شاقه کارونو، او د لوږي او غذايي موادو د کمبود له امله مړه شوی دي. د72ورځومحاکمي په ترڅ کي چي نړيوال قاضيان پکي راټول شوي وو دوخ په خپلي ګناه اقرار کړی او د قربانيانو له خپلوانو څخه يي بخښنه غوښتي ده.ده ويلي دي:

«زه په نوموړي بنديخانه کي په شويو جنايتونو په تيره بیا د کړولواوشکنجو او د اعدامونوپه برخه کي په خپل حقوقي مسوليت باندي پوهيږم. له اوسنۍ موقع څخه ګټه اخلم اوله هغو کسانوڅخه چي داس ۲۱بنديخاني له ظلمونه څخه ژوندي پاته دي او د قربانيانو له کورنيو څخه بخښنه غواړم.»

نن لومړی د فرعي مدعيانووکيلان خپل دلايل چي دمدعي اليه پر ضد يي لري څرګندوي. دسره خميرلخوا ځورول شوي کسان دسختي جزا د ورکولو غوښتونکي دي. د ګناه کاره پيژندل کيدو په صورت کي دوخته دعمري بند دسزاورکول ممکن دي ځکه چي د اعدام سزا هيڅ په پام کي نده نيول شوي. د سره خمير لخوا يو ځورول شوي سړي خاپوايي:

«دسره خمير دقرباني په حيث ما دهغوخبرو له اوريدو څخه چي دوخ دلته وکړي ټکان وخوړ. ځکه چي نوموړي رژيم ډيربې رحمه او وحشي وو. دی وايي چي دا قانون وو، دادده خپل کاردی، خوزه دده له خبرو سره هيڅ موافق نه يم.»

ددې ځانګړي قضاکار د خپل موجوديت پدي دريوکالوکي ډير ورو ورو وړاندي تللي دی .ځکه چي دکمبوچيايي اود نړيوالو قاضيانو ترمنځ نه يوازي د ژپي لانجي وي، بلکه د قانون په تعبيرکي هم ستونزي درلودي. همدغه ډول دکمبوچيا حکومت هم په دي برخه کي تل مرسته نه کوله. د کمبوچيا لومړي وزير هونسن چي خپله هم يو وخت دسره خمير غړی وو اوږده موده ددې ځانګړي قضا له جوړې دو سره مخالفت کاوو. تر نن ورځي پوري ددې اجازه نه ورکوي چي دسره خمير د منځنيو مخکښو کسانوپه هکله تحقيقات وشی.دی وايي:

«زه لدي څخهه چي په هيوادکي نوي کورنۍ جګړه منځته راشي ددې ځانګړي قضا د ناکامۍ په پلو يم. پدې برخه کي څوک د زما نظر ګرځولي هم نه شي. دا ځانګړې قضا بايد ځان دسره خمير په مخکښانوباندي چي اوس ترمحاکمي لاندي نيول شوي دي متمرکز کړي.»

له دوخ نه سربيره دسره خمير څلور کسه نورمخکښان په توقيف کي دي پخواني جمهور رييس خيو سمفان، دبهرنيو چارو پخواني وزيرلنګساري،دهغه ښځه لنګتيريت، چي دکمبوچيا په ډيموکراتيک جمهوريت کي چي هغه مهال يې نوموود ټولنيزو چارو وزيره وه. همدغه ډول دسره خمير دمفکري منځته راوړونکي او شف ايديولوږنونخي و په اصطلاح دويم نمبر وروردخپلومحاکمو انتظار باسي ددوي د رژيم مشر اوديکتاتور پل پت په 1998 کال کي مړسوی دی.

Musch-Borowska/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل