1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کمپونو کې افغان مهاجرو له وطنه لیرې اختر څرنګه ولمانځه؟

۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبه

د افغانانو په ګډون په میلیونونو انسانانو لوی اختر ولمانځه، خو په زرو افغان مهاجر چې په کمپونه کې ورځې او شپې سبا کوي د اختر د لمانځلو امکانات او فرصت نه لري. له څو مهاجرو سره مو خبري کړي چې په ترکیه او یونان کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/3NlGg
Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
انځور: Infomigrants/N. Ahmadi

د یکشنبې په ورځ په میلیونونو مسلمانانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې لوی اختر ولمانځه. خو په زرونو افغان مهاجرو چې له جګړې او بې وزلۍ په تیښته دي او د مهاجرت د لارې په اوږدو کې په بیلا بیلو هیوادونو کې ژوند کوي وایي چې د ژوندانه ستونزو پر دومره غلبه کړې ده چې اصلا د اختر له رارسیدو خبر نه دي.

ذبیح الله محمدي، هغه افغان مهاجر دی چې له خپلې کورنۍ سره په یونان کې ژوند کوي. هغه وایي چې مسلمان مهاجرو چې محدوده امکانات لري، د یونان په مرکز کې اختر ولمانځه: «دلته خو اختر د افغانستان په څیر نه وي، خو افغانانو او نورو مسلمانانو په ښه ډول اختر ولمانځه.»

محمدي د افغانستان د لوګر ولایت اوسیدونکی دی او نهه میاشتې کیږي چې یونان ته راغلی دی. هغه وایي چې اته میاشتې د ساموس په ټاپو کې وو او د میرمنې د مېندوارۍ له کبله د یونان مرکز ته ولیږدول شو.

دغه افغان مهاجر په ساموس ټاپو کې د افغان مهاجرو له ناوړه وضعیت څخه یادونه کوي. د هغه په خبره د دغه ټاپو کمپ په اصل کې له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ مهاجرو د ځایدو امکان لري، خو اوس هلته ۴۰۰۰ مهاجر ژوند کوي او شمیر یې ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی.

هغه زیاتوي: «د دوبي په موسم کې په خیمو کې ژوند کولو له کبله د ماشومانو وضعیت خراب دی. مهاجر کافي خوړو او صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري.»

که څه هم د اروپایي هیوادونو په ښارونو کې افغانان او مسلمانان اختر لمانځلی شي، خو د یونان د ټاپوګانو په کمپونو کې وضعیت توپیر کوي.

ابراهیم کریمي، هغه افغان مهاجر دی چې څو کاله یې په ایران کې د مهاجر په توګه ژوند کړی دی او اوس له خپلې څلور کسیزي کورنۍ سره د یونان په یوه کمپ کې د بیلا بیلو هیوادونو له ۳۰۰۰ نور مهاجرو سره د کانتینر په کوټو کې ژوند کوي. هغه د اختر په هکله وایي: «اصلا موږ هیڅ اختر نه لاره. له اختره خبر نه وو. د خپل فیسبوک له لارې خبر شوم.»

Griechenland Geflüchtete auf der Insel Samos
آرشیف انځور: په یونان کې د ساموس ټاپوانځور: Infomigrants/N. Ahmadi

هغه په کمپ کې له ناوړه وضعیت څخه یادونه کوي او زیاتوي چې خلک په خفګان اخته شوي دي: «د خفګان ستونزي دي. درس نه شته، امکانات نه تشه، آن دستشوی نه شته.»

د هغه په خبره ۱۵۰ یورو په میاشت کې ورکول کیږي او په دې پیسو باید د ژوندانه ټول لګښتونه پوره کړي. کریمي چې نورو هیوادونو ته له تګ څخه ناهیلی شوی دی، په دې انتظار دی چې د یونان هیواد یې د پناه غوښتنه ومني.

په همدې ډول په لسونو زره مهاجر په ترکیه کې په دې هیله ورځې شپې سبا کوي چې ښایي اروپا ته خپل سفر ته ادامه ورکړای شي.

عباس غزنوي، یو افغان خبریال دی چې له درو کلونو راهیسې په ترکیه کې مهاجر دی او تمه لري چې له دې لارې یوه اروپایي هیواد ته ولاړ شي. د هغه په خبره که څه هم ځینو افغانانو اختر ولمانځه، خو په ښه ډول نه: «ځکه چې د ترکیې شرایط اصلا د مهاجرو له پاره برابر نه دي. له همدې کبله مهاجر نه شي کولی په ښه شان اختر ولمانځي.»

غزنوي په ترکیه کې د مهاجرو ستونزي داسې په ګوته کوي: «عمده ستونزه نامعلوم برخلیک دی. دوهمه دا چې دلته کوم قانوني کار نه شي کولای او بله دا چې برخلیک یې معلوم نه دی او مهاجر له دې کبله کړيږي او زیاتره یې د روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.»

ش. ا.

زموږ له آرشیف څخه: