1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کي د جندالله ډلي مشر وژل سوی

۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د سه شنبې په ورځ ويلي دي چي په کندز کي د امریکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه برید کي د جندالله ډلي مشر وژل سوی دئ. جندالله ډله په افغانستان کي د ازبکستان د اسلامي حرکت يو ښاخ دئ.

https://p.dw.com/p/1GKxu
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د افغانستان ملي امنيت ويلي دي چي غلام حضرت چي په ابو حذيفه مشهور وو د دو شنبې په ورځ له خپل مرستيال او درو نورو جنگياليو سره په چهاردرې ولسوالۍ کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي ووژل سو.

د کندز د والي وياند عبدالودود واحدي، ويلي دي چي ابو حذيفه، د ازبکستان د اسلامي حرکت يو پياوړی قوماندان وو، چي په دغه ولايت کي د افغان امنيتي ځواک پرضد جنگېد.

د کندز ولايت چهاردره ولسوالي په وروستيو څو کلونو کي د وسله والو ډلو په ځانگړې توگه چيچنايي او ازبک ياغيانو د فعاليت او پټېدو پوخ مرکز گرځېدلی.

د روان کال په جون مياشت کي چهاردره ولسوالي په بشپړه توگه د وسله والو ياغيانو په کنترول کي سوه. خو څو ورځي وروسته ئې افغان امنيتي ځواک بيرته د نيولو عملیات پيل کړل.

د کندز ولايت په علي آباد او چاردرې ولسوالۍ کي اوس هم ډېري سيمي د وسله والو ياغيانو چي ځايي اوسېدونکي ئې «بهرنيان» بولي، په کنترول کي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب