1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندز: د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون بمباري شوې

۱۳۹۴ مهر ۱۱, شنبه

د افغانستان په کندز ولایت کې یوه هوایي برید د بې سرحده ډاکټرانو د یوه روغتون لږ تر لږه درې ډاکټران وژلي دي. دغه هوایي برید کیدای شي چې امریکایي ځواکونو ترسره کړی وي.

https://p.dw.com/p/1Gi2k
MSF Medecins Sans Frontieres Krankenhaus Kunduz NATO US Angriff
انځور: Reuters/Stringer

په کندز کې د بې سرحده ډاکټرانو پر دفتر باندې په داسې حال کې برید کیږي چې اوس هم د دغه ولایت په څنډو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي.

دغه ښار تر دې مخکې د طالبانو لاس ته لویدلی وو، خو بیا د پنجشنبې په ورځ یې ډیرې برخې یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلې.

د بې سرحده ډاکټرانو له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «موږ د دغه برید له کبله سخت ټکان خوړلی دی. زموږ د کارکوونکو او ناروغانو وژل کیدل او همدا راز پراخه ویجاړي، په کندز کې د عامې روغتیا پر سکتور باندې ناوړه اغیزه کړې ده.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې د درو ډاکټرانو پر وژل کیدو سربیره اوس هم د بې سرحده ډاکټرانو ۳۰ کارکوونکي لادرکه دي.

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر ویلي دي چې د تیرې شپې په برید کې د هغوی روغتون هم په قسمي توګه ویجاړ شوی دی. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه برید افغان امنیتي ځواکونو کړی او که امریکایي قواوو.

له بلې خوا په افغانستان کې میشتو امریکایي ځواکونو تایید کړې ده چې هغوی هم په کندز کې هوایي برید ترسره کړی دی. د دغو ځواکونو یوه ویاند ویلي دي چې د دې برید له کبله کیدای شي چې غیر قصدي تلفات هم رامنځ ته شوي وي. دې ویاند زیاته کړې ده چې پیښه اوس تر څیړنو لاندې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب