1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز کې د طالبانو د یو لوړي چارواکې د نیولو خبر ورکړل شوی

۱۳۹۱ آبان ۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16Uug

د «بلډ ام زونټاگ» په نوم المانۍ ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې ویلي دي چې د المان پوځ ځانگړې کوماندو د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو جگپوړی تن نیولای دئ. د بلډ ورځپاڼه په خپل راپور کې وړاندې لیکي دغه تن چې مولا عبدالرحمان نومیږي، د وسله واله طالبانو له لوري په اصطلاح د کندز د والي په توگه یادیده. د «بلډ» ورځپاڼه د المان د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکي چې د طالبانو دغه لوړپوړی چارواکی پر الماني پوځ باندې د یوه برید له پاره هم گرم دی چې په کې درې تنه الماني سرتیري وژل شوي وو.

دغه پیښه په کندز ولایت کې په ۲۰۱۰م کال کې د عیسویانو پر یوې مذهبي ورځې تر سره شوی وه. پر دې سربیره هغه په ۲۰۰۹م کال کې کندز ته څیرمه د تیلو د دوو ټانکرونو د تښتولو له پاره هم گرم گڼل کیږي. زیاته شوې ده چې پر دغه تښتول شوو ټانکرونو باندې د الماني پوځ له لورې د بمبارې په ترڅ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي وو. نوموړی تن د جمعې په ماښام ناوخته نیول شوی دی. د المان او افغان پوځ ځانگړو ځواکونو له خوا رحمان کندز ولایت ته څیرمه د غنډی کلایي په سیمه کې نیول شوی دی چیرې چې د وسله واله طالبانو یوه مهمه غونډه تر سره کیده. زیاته شوې ده چې رحمان اوس افغان امنیتي کړیو ته سپارل شوی دی.