1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کندز کې له آلماني عسکرو د مرستې غوښتنه شوې»

۱۳۹۴ بهمن ۳۰, جمعه

د آلمان د خبري آژانس «ډي پي اې» په یوه رپوټ کې راغلي دي چې افغانستان له آلماني پوځ څخه غوښتي دي چې په کندز کې د طالبانو د پسرلني احتمالي بریدونو پر وړاندې په دفاع کې له افغان پوځیانو سره مرسته وکړي. (انځور له آرشیف څخه).

https://p.dw.com/p/1HySU
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

که څه هم په رسمي توگه نه افغان او نه هم آلماني لوري د دا ډول یو غوښتنې په هکله تر اوسه پوری څه ویلي دي، خو په رپوټ کې چې د یوه افغان ژورنالیست له خولې خپور شوی دی، ویل شوي دي چې دغسې یوه غوښتنه د چهارشنبې په ورځ په کندز کې د افغان امنیتي لوړ پوړو چارواکو او د آلمان د یوه پوځي پلاوي په یوه لیدنه کتنی کې عنوان شوې ده.

د آلماني پوځ د عملیاتي قوماندانۍ مشرۍ چې مقر یې د آلمان د پوتسدام په ښار کی دی د پنجشنبې په ورځ د نوموړی لیدنې کتنې پخلی کړی دی. خو دا چې په دغې لیدنې کتنې کې څه ویل شوي دي آلماني پوځ یې په هکله معلومات نه دي ورکړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د عملیاتي قوماندانۍ د مشرۍ یوه ویاند د دوی د یوې پوښتنې په ځواب کې دومره ویلي دي چې آلماني عسکر په منظمه توگه په کندز ولایت کې له افغان چارواکو سره ویني.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې دغه څه د ۲۰۱۵م کال د دسمبر میاشتې د ۱۷ نیټې د پارلمان له لوري د یوه تصویب شوي ماموریت په چوکاټ کې امکان لري. خو د خبرو اترو د متحوا په هکله یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

نوموړي خبري آژانس د یوه افغان خبریال بلال سروري له قوله لیکلي دي چې د چهارشنبې په ورځ «لږ تر لږه پنځو آلماني عسکرو» په کندز ولایت کې د افغان اردو په عمومي مقر کې په یوه غونډه کې گډون کړی دی.

زیاته شوې ده چې په دغه غونډه کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قدم شاه شهیم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنگي او د ولایتي چارو له پاره د افغانستان د استخباراتي ادارې مسوول متین بېک برخه اخیستې وه. دغه جگپوړي امنیتي چارواکي چې خبریالان هم ورسره ملگري ول له څلورو شمالي ولایتونو څخه لیدنه کوله.

د خبریالانو له لوري په ټویټ شوي یوه انځور کې ډیر شمیر آلماني عسکر لیدل کیږي. خو «د بهرنیانو په یوه کوچني گروپ» کې د امریکا په شمول د نورو هیوادونو سرتیري هم موجود ول.

سروري د غونډې د یوه گډونوال له قوله ویلي دي چې له نړیوالو ځواکونو څخه د طالبانو پر ضد د هوايي بمباریو او د استخباراتي معلوماتو په برخه کې د مرستې او همداشان د ماینونو د شنډولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه شوې ده.

تیر کال د سپتمبر په میاشتې کې طالبانو د یوې لنډې مودې له پاره د کندز ښار نیولی وو.