1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهارکي هندو سوز له قبضې خلاص سو

محمد ابراهیم / کندهار ۱۳۹۲ آذر ۴, دوشنبه

د کندهاري هندوانو (هندو سوز) تر پنځه ديرش کلني قبضې وروسته يو ځل بيا دوى ته وسپارل سو. دغه (هندو سوز) د جنګ او جګړو په کلنو کې د يو شمېر زور واکانو له خوا قبضه سوى وو.

https://p.dw.com/p/1ANH8
انځور: DW/M. Ibrahim

دغه هندوسوز د کندهار ښار په درېمه ناحيه کې موقيعت لري او ټوله مځکه يې پنځه جريبه ده. د کندهار ښاروال محمد عمر( عمر) وايي، ياد هندو سوز يې نه يوازي د زور واکانو له منګولو خلاص کړی، بلکي د درو مېلونو افغانيو په لګښت يې د څلورو خواوو دېوالونه هم پر جوړ کړي دي.

ښاروال وايي دوى پلان لري، چې د دغه هندو سوزو له پاره يو شمېر ودانۍ هم ورغوي، چې په دې سره به د کندهاري هندوانو ډېري ستونزي حل سي:

«موږ نوره هڅه هم کوو، چې په دغه هندوسوز کي د هندوانو د اړتيا وړ ودانۍ جوړي کړو، چې د دوى ستونزي همدلته حل سي او بل ځاى تګ ته اړ نه سي.»

د کندهارمرستيال والي عبدالقديم پتيال هم وايي چې د هندوسوز د قبضې پرمهال به کندهاري هندوانو خپل مړي د مناسب ځاى د نشتوالي له امله غزني يا هم هلمند ولايتونو ته وړل، چې دا يوه لويه ستونزه وه. د پتيال په خبره دوى هڅه کوي، چې د کندهاري هندوانو نوري قبضه سوي مځکي هم له غاصبانو څخه خلاصي کړي:

«په دې خاوره کې، چي هر څوک د افغان په نامه ژوند کوي، د اساسي قانون له مخي يوډول حقونه لري. موږ هيڅ چا ته اجازه نه ورکوو، چي د هندوانو او يا بل چا حق دي تر پښو لاندي کړي، موږ ټولو ته يو ډول درناوى لرو او ټول زموږ افغانان دي.»

د کندهاري هندوانو په استازيتوب ډاکټر ريګناټ له چارواکو او عامو خلکو څخه مننه وکړه، چي له دوى سره يې د دغه اړين ځاى ( هندوسوز) په خلاصولو، رغولو او سپارلو کې ډېره مرسته کړې ده. د نوموړي په خبره، دوى هم افغانان او په دې خاوره کې د نورو افغانانو په شان د اوسيدو ترڅنګ د مذهبي او کلتوري دودونو د پاللو حق لري:

«زه نن ډېر خوشحاله يم، چي پنځه ديرش کاله وروسته دا هندوسوز، چي په دې ښار کي زموږ حق دى، بيرته موږ ته وسپارل سو. زه د دې ورځي مبارکي د هندوانو ترڅنګ هر هغه چاته وايم، چي افغانستان او انسان ته احترام لري.»

د نا امنيو څخه ترمخه په کندهار ښار او ځينو ولسواليو کې يو شمېر هندوان او سکان د نورو کندهاريانو سره يوځاى په ډېري خوښۍ ژوند کاوه، خو په هيواد کي دنا امنيو دوام کندهاري هندوان هم له هيواد څخه وتلو ته اړ کړل. اوس په کندهار ښار کي يوازي د ګوتو په شمېر هندوان ژوند کوي.

ياد هندو سوز نه يوازي د زور واکانو له منګولو خلاص شو، بلکي د د څلورو خواوو دېوالونه هم پر جوړ شوي دي.
ياد هندو سوز نه يوازي د زور واکانو له منګولو خلاص شو، بلکي د د څلورو خواوو دېوالونه هم پر جوړ شوي دي.انځور: DW/M. Ibrahim