1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د جگپوړو چارواکو وژونکي نيول سوي

۱۳۹۰ شهریور ۲, چهارشنبه

د کندهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چي هغه څلور کسيزه ډله يې نيولې ده، چي لوړي پوړي دولتي چارواکي به يې وژل او بريد کونکو ته به يې په لنګوټو کې چاودېدونکي توکي تړل.

https://p.dw.com/p/12MtJ
د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومن
د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومنانځور: DW

نيولو سويو کسانو د يوي خبرې غونډې پر مهال ومنله چي له ډېر وخت راهيسي يې په کندهار ښار کي هدفي وژني کولې او ځانمرګيو بريد کوونکيو ته يې په بګړيو کي چاودېدونکي توکي ور تړل.

ددوى په خبره د کندهار د ښاروال غلام حيدر حميدي په ګډون يې د دغه ولايت د علماوو شورا رئيس مولوي حکمت الله حکمت، د حج او اوقافو رياست دوه تنه ريسان او د کليو د پراختيا رياست يوه ښځينه کار کوونکې راضيه وژلي دي.

د سيد محمد په نامه د نيولو سويو کسانو له ډلې يو تن وويل، چي د کندهار ښاروال ته يې ځانمرګی بريد کوونکى د پاکستان له چمن څخه راغوښتى وو او درې ورځې يې په کندهار کي هم روزنه ورکړې وه.

« له چمن څخه مو انتحاري راغوښتى و چي اغا جان نومېده. زه هلته ورغلم او دى مي راوست درې شپې مو د حاجي اغا په جامع جومات کې وساتی بيا مو کور ته بوت هلته يې يوه شپه وکړه لنګوټه او ماين مو سره ور وتړل او په سبا مو په سپينه کرولا کي ښاروالۍ ته وروست، هلته يې پر ښاروال ځانمرګى وکړ او ښاروال يې وواژه.»

هغه وويل، چي د ښاروال تر وژلو وړاندې يې د ولسمشر کرزي د وژل سوي ورور احمد ولي کرزي د فاتحې د مراسمو پر مهال هم يو تن ځانمرګي بريد کوونکي ته په لنګوټه کي چاودېدونکي توکي ور تړلي وو او د علماوو د شورا رئيس مولوي حکمت الله حکمت عکسونه هم ورکړي ول، چي وروسته يې ځانمرګى په وژلو بريالى سو.

دده په خبره پر دې سربېره يې په کندهار کي ډېرى قومي مشران او دولتي چارواکي هم وژلي دي.

د کندهار د ملي امنيت رئيس بريد جنرال محمد نعيم مومن وايي، چي نيول سوي ټول کسان افغانان دي خو روزنه يې تر پولې ها خوا په پاکستان کي سوې ده.

« دا د دې وطن کسان دي خو زموږ دښمنانو چي تر خط ها خوا دي هغوى روزنه ورکړې ده. په لنګوټو کي د بمونو تړلو چل هم هغوى ورښودلى وو، چي دوى بيا دلته له لنګوټې څخه غلطه استفاده وکړه. دا کسان د افغانانو کلتور، مذهب او دين وژني دوى د افغانانو د دين دښمنان دي.»

بريد جنرال مومن وايي، چي تر اوسه پورې يې ډېرى داسي کسان نيولي دي، چي تر دې وړاندي هم دوى نيولي وو خو ځينو دولتي چارواکيو بېرته خوشي کړي ول.

دده په خبره قومي مشران او دولتي چارواکي بايد د نيولو سويو مجرمينو، چي هغوى پر خپلو جرمنو اعتراف هم کړى وي  د خوشي کولو د پاره له دوى څخه غوښتنه ونه کړي.

« تاسي باور وکړئ دا اوس د يوې دولتي ادارې مسول ماته راغلى او د هغه کس په اړه چي د قومندان زړګي خاص کس وو، چي هغه د کندهار د ټولو چاودنو مسؤليت په غاړه اخلي د هغه په اړه يې راته ويل چي خېر دى خوشي يې کړه بيا به داسې نه کوي.»

« زه له ټولو قومي مشرانو او دولتي چارواکو هيله کوم، چي که له موږ سره مرسته نه سي کولاى نو دغسي مجرمين، چي پر خپلو جرمونو يې اقرار هم کړى وي هغه دي زموږ څخه نه خلاصوي. پر دې سربېره له ولسمشر څخه هيله لرم چې هغوى يوه اختصاصي محاکمه جوړه کړي چي دغو مجريمنو ته په خپله سزا ورکړي.»

د کندهار يو شمير ښاريان هم ورته خبره کوي او وايي دغه ډول کسان بايد سختي سزاګاني وويني ترڅوپه راتلونکي وخت کي بيا داسي کړني تکرارنه کړي.

« دغه کسان چي امنيت خرابوي اوخلګ وژني بايد خپله سزا ورکړل سي ترڅوامنيت سم اونورخلګ له دې سزاوڅخه عبرت واخلي.»

څو ورځي دمخه هم د کندهار د ملي امنيت رياست  کارکوونکو د کندهار او زابل تر مېنځ په ښهر صفا ولسوالۍ کي زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او د ځانمرګيو  بريد کوونکيو دېرش واسکوټونه نيولي ول، چي د دوى په خبره د پاکستان له کراچۍ څخه د کباړي مالونو(ګاټونو) په جوالونو کي ر الېږل سوي وو.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل