1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کندهار کي د ملي اردو پر مرکز بريد کي ۲۶عسکر وژل سوي

۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت ويلي دي چي د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي د ملي اردو پر قرارگاه يرغل کي ۲۶ عسکر وژل سوي دي. خو طالبانو د ۷۰ عسکرو د وژلو ادعا کړې ده.

https://p.dw.com/p/2h9kI
Afghanistan US Soldaten Patrouille nahe Kandahar Flugplatz
انځور: Getty Images/AFP/Smialowski

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چي په کندهار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۶ عسکر وژل سوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي. مرګ ژوبله هغه وخت رامنځ ته سوې چې طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې اډې باندې برید وکړ.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیر، ویلي دي: «یاغیانو تیره شپه د کندهار ولایت د خاک ریز ولسوالۍ په کرزعلي سيمه کي پر پوځي اډې باندې برید کړی دی.»

دغه ویاند زیاته کړې ده چې امنیتي ځواکونو برید پر شا تنبولی او تر ۸۰ ډیر یاغیان یې وژلي دي.

په کندهار کي د دويچه ويله خبريال د راپور له مخي په دغه قرارگاه کي چي د خاکرېز ولسوالۍ په ۱۲ کيلومترۍ کي پرته ده نژدې ۷۰ سرتيري مېشت ول. د ځينو ناتايد سوو راپورنو له مخي ويل سوي دي په دغه برید کي يو شمېر عسکر وسله طالبانو ژوندي نيولي او له ځانه سره بېولي دي.

بله خوا بيا د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي په سيمه کي رسنيو ته ادعا کړې ده چي جنگياليو ئې په دغه يرغل کي د ملي اردو ۷۰ سرتيري وژلي دي او يو شمېر ئې له وسلو او وسايطو سره يو ځای له له ځانه سره ژوندي بيولي دي.

د ياد ولو وړ ده چي په افغانستان کې ډیر وخت د جګړې دواړه اړخونه یو بل ته د اړولو تلفاتو په اړه د معلومات ورکولو په برخه کې یو څه مبالغه کوي.