1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«په کندهار کي د ملي اردو ۱۵ عسکر وژل سوي»

۱۳۹۶ خرداد ۵, جمعه

افغان چارواکي وايي چي په کندهار کي د ملي اردو پر يوې قرارگاه باندي وسله والو طالبانو يرغل کړی او ۱۵ عسکر ئې وژلي دي. يوه ورځ مخکي هم په کندهار کي له طالبانو سره په جگړه کي ۱۳ عسکر وژل سوي ول.

https://p.dw.com/p/2dbXy
Afghan National Army ANA Afghanistan
انځور: DW/H. Hashami

د افغانستان د دفاع وزارت وياند دولت وزيري د جمعې په ورځ د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کي د ملي اردو پر يوې قرارگاه باندي په بريد کي ۱۵ عسکر وژل سوي دي.

وزيري ويلي دي چي دغه جگړه د شپې پر يوه نيمه بجه پيل سوې وه او تر سهاره پوري ئې دوام وکړ.

په کندهار کي سيمه ايزو خبريالانو ويلي دي چي په دغه يرغل کي څو نور عسکر ټپيان سوي او څو تنه ورک دي، خو وزيري په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په تيرو دوو ورځو کي په کندهار کي چي په جنوب لوېديځه حوزه کي له امنيتي اړخه تر نور ولايتونو ډاډمن بلل کيږي، د وسله والو طالبانو دوهم ستر يرغل دئ.

د پنجشنبې په ورځ هم د افغانستان د دفاع وزارت وويل چي د چهارشنبې په ماښام د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کي له وسله والو طالبانو سره په نښتو کي ۱۳ افغان عسکر وژل سوي او ۸ نور ټپيان سوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه پوري رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کندهار د امنيې قوماندان جنرال رازق تر قوماندې لاندي په جنوب لويديځه حوزه کي يو له باامنه ولايتونو څخه گڼل کيږي.

له هغه وخت راهيسي (۲۰۱۴م کال) چي اکثره نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وتلي دي، د افغان امنيتي ځواکونو تلفات ډېر سوي دي.

په افغانستان کي وروستيو نا امنيو او د افغان امنيتي ځواک تلفاتو په کتو سره د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي د ناټو په سرمشريزه کي افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لېږلو باندي بحث سوی.

د ناټو عمومي منشي څه موده مخکي وويل چي کيدای سي افغانستان ته په زرونو نور عسکر وليږي، څو د افغان امنيتي ځواک په روزنه او سلا مشورو کي د دوی د «قاطع ماموريت» ملاتړ نور هم پياوړی کړي.

(dpa,afp/ NZ)