1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ناټو يوه الوتکه را لوېدلې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو یوه څرخۍ الوتکه را لوېدلې ده. په دغه الوتکه کي یوولس کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې اووه تنه بهرني سرتیري، درې تنه افغان سرتیري او یو افغان ژباړونکی شامل دئ.

https://p.dw.com/p/15qg1
انځور: Fotolia/Silverpics

په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ويلي، دي چي ددغه هيواد په جبوب لوېديځ کي ددوی يوه الوتکه را لوېدلې ده. افغان چارواکو ويلي دي، چي دغه الوتکه د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالي کي را لوېدلې ده.

ناټو ویلي دي چې لا تر اوسه پوري د الوتکي د رالویدو لامل نه دئ معلوم. په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي، چې اوس په دې اړه څېړنې رواني دي. په خبر پاڼه کې راغلي دي:

«د الوتکې د را لوېدو په نتيجه کې د ناټو څلور تنه بهرني سرتیري، درې امریکایي سرتیري، درې تنه افغان سرتیري او یو افغان ژپاړونکی وژل شوی دئ.»

طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې الوتکه دوی ویشتلې ده. طالبان اکثره وخت د دغسي حملو او پېښو پړه پر غاړه اخلي.

د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ څخه هر وخت د وسله والو حملو او ماين چاودنو خبرونه خپريږي. دغه ولسوالي د کندهار روزگان د لوي لاري په اوږدو کي پرته ده.

طالبانو تیر کال د اگست په میاشت کې د ناټو یوه CH47 ډوله څرخۍ الوتکه وویشتله چې پکښې ۳۸ کسان ووژل شول. چي ۲۵ تنه ئې ځانگړي امریکایي ځواکونه ول.

په دې وروستیو وختونو کي په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو د تلفاتو کچه لوړه شوې ده. په پلان کې ده چې د ناټو ټول جنګي بهرني ځواکونه له د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي.

په افغانستان کي د ياغيانو د يرغلونو د کچي لوړېدو ته په کتو سره داسي اندیښني راپیدا شوي دي چې کیدای شي تر دې نیټې وروسته افغان امنیتي ځواک د خپل هیواد امنیت و نه شي ساتلای.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل