1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د يوې مرموزي الوتکي کښېناستل

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ دی ۱۱, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغي بهرنۍ الوتکي د پلټني امر کړی دی چي په پټه توگه د کندهار په هوايي ډگر کي کښته شوې ده. ويل کيږي، چي په الوتکه کي ناستو کسانو د قطر په شاهي کورنۍ پوري اړه درلوده.

https://p.dw.com/p/17BaW
انځور: AP

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې وينا پاڼه کي راغلي دي، کرزي امر کړی دی چي«د هغي الوتکي په اړه پلټني وکړي، چي د څه له پاره د کندهار په هوايي ډګر کي کښته شوې وه. ويل کيږي چي دغه الوتکه د خليج په يوه عربي هيواد پوري اړه لري.»

د کندهار ولايت یوه چارواکو ويلي دي، چي د قطر د شاهي کورنۍ د غړو يوه شخصي الوتکه د کندهار په هوايي ډګر کي د شنبې په ماښام کښته سوې ده.

دغه حکومتي مقام چي هويت يې نه دی معلوم د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «د معلوماتو له مخي د قطر د پادشاه د تره زامن د کندهار په هوايي ډګر کي په يوه شخصي الوتکي کي راکښته شوي دي، چي په دغه ولايت کي د بازانو ښکار وکړي.»

هغه وويل:« مسافرين له کندهاره بيرته وتلي دي.» هغه زياته کړه چي دغه الوتکه د افغانستان په پلازمينه کابل کي د يو دولتي مقام په امر په کندهار کي کښته شوي ده.

خو د کندهار د والي وياند جاويد فيصل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په جليج هيوادونو پوري مربوط يوه الوتکه په هوايي ډگر کي کښته سوې ده ولي مسافرو ته يې د وتلو اجازه نه ده ورکړل سوې او بيرته تللي دي:«د الوتکي مسافرو ته دخولي اجازه نه ده ورکړل سوې او په هغه شپه بيرته الوتکه د کندهاره له هوايي ډاگره والوتله.»

فيصل زياته کړه، چي د الوتکي مسافر عربان ول. دا چي دغي الوتکي ته د کښېناستو اجازه چا ورکړې ده، په اړه ئې د کندهار ولايت وياند وويل چي په دغه ولايت کي الوتکو ته د الوتني او کښېنانستلو اجازه له کابله ورکول کیږي:«د ناستي او پرواز اجازه له کابله ورکول کيږي. په دې اړه بايد له کاله پوښتنه وسي، چي دوی ته دناستي او بيرته د پرواز اجازه چا ورکړه.»

د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزرات چارواکي چي د خپل هيواد د ملکي هوايي قلمرو کنترول کوي، پر دې موضوع باندي د تبصرې کولو له پاره ونه موندل شول.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل هغه خبره هم رد کړه، چي گويا دغه کسان کندهار ته د بازانو د نیولو له پاره راغلي ول د هغه په خبره په کندهار کي د بازانو د ښکار ځای نسته او داټولي اوازې دي.

د افغان چارواکو د وينا له مخي د طالبانو د رژيم پر مهال د يو شمير خليج او نورو عربي هيوادونو د شاهي کورنيو غړو افغانستان ته د بازانو د ښکار کولو په مقصد سفرونه کړي دي.

د ۲۰۱۲ کال په پيل کي کرزي له قطر څخه خپل سفير وروسته له هغي وروغوښت چي دغه هيواد تصميم درلود، چي په دوحه کي افغان طالب ياغاينو ته له امريکا متحده ايالاتو سره د خبرو اترو له پاره د يو دفتر د پرانيستلو اجازه ورکړي. خو طالبانو وروسته له متحده ايالاتو سره د دغه ډول خبرو اترو وړانديز رد کړ.