1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د يو بل کلينيک د بنسټ ډبره کښېښودل سوه

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعه

دغه بشپړ روغتياي مرکز د کندهارولايت د دامان ولسوالۍ د خوشاب په کلي کي د انګلستان هيواد په مالي لګښت جوړيږي...

https://p.dw.com/p/N6XI
په کندهار کي يو بل کلينيک
په کندهار کي يو بل کلينيکانځور: DW

د کندهار د عامي روغتيا د ريس ډاکټرعبدالقيوم پخلا په وينا،چي ترډيره به ددې سيمي د ټولو اوسيدونکو روغتياي ستونزي ورحل کړي. هغه زياته کړې، چي دعامي روغتيا وزارت اوس مهال کليوو بانډو کي ټول خپل روغتياي ساختمانونه د سيمي د خلګو د اړتياوو پربنسټ جوړ او اعماروي.

کندهار ښاريان هم د عامي روغتيا د دا ډول خدماتو څخه خوښي څرګندوي او واي، چي د ځينو امنيتي ملحوظاتو له کبله، چي اوس مهال بې کاري او بې وزګاري ډيره ده او خلګ له اقتصادي اړخه له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي نو دا ډول چاري د خلګو لپاره ډير ګټور تماميدای سي.

د دامان ولسوالۍ د خوشاب د کلي يوتن اوسيدونکی، چي خپله شخصي ځمکه يې د عامي روغتيا رياست په واک کي د ياد سوي بشپړ روغتياي مرکز د جوړوني په موخه ورکړې ده، خوښي څرګندوي، چي ددغه کلينيک په جوړيدو سره به د ډيرو روغتيايي سهولتونو څښتنان سو.

د هغوی په خبره هغه زرهاوه افغانۍ، چي خلګو به د خپلو روغتياي ستونزو د ليري کولو په موخه مخکي په شخصي کتنځايونو او په رفت او امد کي مصرفولي هغه پيسي به اوس ددوی د کورنيو د نورو ستونزو په له مينځه وړلو کي په مصرف ورسيږي.

د يادوني وړده، چي د کندهار د عامي روغتيا رياست په تيره اونۍ کي د کندهار د بولدک په ولسوالۍ کي هم د دا ډول بشپړ روغتياي مرکز چپ تر ډيره د هغه ولسوالي د خلګو په وينا د نساي ولادي ناروغانو د درملني په برخه کي يو ډير مهم ګام شمېرل کيږي د بنسټ ډبره کښيښودله.

حکمت الله اسلمي/ کندهار

کتونکی. زيارمل